لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ویلي په کابل کې کارکوونکو ته به د کار په بدل کې غنم ورکوي


په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغې پروګرام له مخې به روزانه حساب سره هر يو تن ته د کار په سر لس کېلو غنم ورکړل کېږي او دې سره به 40 زره تنانو لپاره د روزګار زمينه برابره شي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغې پروګرام له مخې به روزانه حساب سره هر يو تن ته د کار په سر لس کېلو غنم ورکړل کېږي او دې سره به 40 زره تنانو لپاره د روزګار زمينه برابره شي

طالبانو په کابل کې د خوراک ممکنه بحران مخنيوي، د لوږې کموولو او خلکو لپاره د کار زمينې برابرولو په عرض يو پروګرام پېل کړی چې ترمخه به يې 40 زره کارکوونکو ته د کار په بدل کې غنم ورکول کېږي۔

په افغانستان کې مېشت کارپوهان د طالبانو د دې پرېکړې ستاینه کوي او وايي چې د 40 زرو کورنيو دې سره ځيني ضرورتونه به پوره شي خو د خلکو په مستقل توګه د معاش ګټلو او د راتلونکي معاشي بحران مخنوي لپاره به دا پوره نه وي۔

دوی وايي هېواد کې د لوږې د کچې راکمولو لپاره بايد د طالبان د حکومتي ادارو چارواکو ته تنخواګانو ورکولو ترڅنګ د عام اولس د ښه روزګار لپاره تجارتي هلوځلو ته دوام ورکړي او نړيوالې مرستندويه ادارې افغان اولس سره امداد کول پېل کړي۔

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغې پروګرام له مخې به روزانه حساب سره هر يو تن ته د کار په سر لس کېلو غنم ورکړل کېږي او دې سره به 40 زره تنانو لپاره د روزګار زمينه برابره شي۔

په افغانستان کې د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي چې د ډوډۍ ترڅنګ افغان اولس نورو يو شمېر د امروزه استعمال شيانو ته هم اړتيا لري، دې وايي چې ځيني کورنۍ به وکړل شي چې د غنمو خرڅولو په بدل کې نور د خپل ضروت سامان ترلاسه کړي۔

" د روغتيا مسله ډېره زياته مهمه ده، د ژمي لپاره جامې مهم دي، د ژمي د تېرولو لپاره کورنۍ مجبوره دي چې کافي مقدار کې لرګي په کور کې ولري، د موسمي ناروغو علاج لپاره په کورونو کې پېسې ولري، دا د دې ټولو ضرورتونو پوره کوولو زه فکر کوم چې کافي به نه وي، که ځيني وړې کورنۍ چې د مصرف نه يې دا غنم سېوا وي او خرڅ يې کړي نو دا بيا هم د دې ټولو ستونزو لپاره پوره نه دي خو بيا هم په داسې سختوشرطونو کې چې دا غنم ورکول کېږي يو ښه کار دی ځکه چې دلته خلک د يوې نوړۍ لپاره هم مختاجه دي"

د طالبانو لخوا دغه ګام په داسې حال کې اخېستې شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر په وېنا د افغان وګړو سره د خوراک څه نشته، روزګار نه لري، د حقونو تحفظ ورته نه دی ترلاسه، چې له امله یې افغان وګړي د ملک نه په تېښته دی۔

د افغانستان ځايي خبريال نقيب اتل وېنا ده چې دا مهال افغان الوس د بېله بېلو معاشي ستونزو سره مخ دې چې امله يې خراب اثر د ټولنې په مجموعي ژوند پريوزي، دې وايي د هېواد نورو وغرو لپاره د روزګار زمينه بربرول هم مهم دي۔

" دلته درې مهم مشکلات د خلکو په وړاندې پراته دي چې يو بې کاري ده، بله غريبي ده او بله قيمتي ده، دغه درې اقتصادي ستونزي دي چې کلک يې اقتصادي ناوړين بحران سره مخ کړي دي، هم دا رقم دلته د سوالګرو شمېر سېوا شوی دی، او چې طالبانو دا کومه پروسه پېل کړی نو دا ټول افغانستان د خلکو درد نه شي دوا کولی او دا هم هغه 40 زره تنان چې مکمکنه ده چې هغوی په خېټه ماڼه شي، دې نورو سره بيا څه کېږي"

د مطبوعاتو ترمخه په دې دوه مياشتني پروګرام کې به 11،600 ټنه غنم په کابل پلازمينه کې او خواوشا 55،000 ټنه غنم به په جلال اباد، هرات، کندهار مزار شريف او د ملک نورو برخو کې ووېشلی شي۔

برهان الدين سيرت زياته کړه چې د معاشي استکام لپاره بايد طالب چارواکي د تجارت او خلکو ته د تنخوا ورکولو زمينه برابره کړي د کوم سره چې دغه خوراکي او معاشي بحران باندي څه حده پورې قابو راتلې شي۔"

په وروستيو کې د خوراک نړيوال پروګرام مشر ويلي په افغانستان کې د 18 ملينو څخه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري په دوی کې 14 ملينه هغه دي چې د خوراک د نشتوالي سره مخ دي او دوه ملينه ماشومان دي چې د خوراک د کمي خطره ورته ورپېښه ده

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG