لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې هر کال ۲۷زره نوي خلک په نري رنځ یا ټي بي اخته کیږي


د پاکستان بلوچستان صوبې د صحت چارواکو ویلي په دغه ایالت کې هر کال ۲۷ زره نوي ناروغان د ټي بي په رنځ اخته کیږي او د چارواکو په وینا د دغې لوې علت سېګرټ، چیلم، د کوېلې په درنګونو کې کارونه کول او د خلکو نا پوهې ده.

په کوټه ښار کې د خالي په ورځ د نري رنځ یا ټي بي مخنیوي پروګرام مشر ډاکټرسلطان لهړي او د نړیوال فنډ د صحت ماهر ډاکټر احمد ولي یوې خبري غونډې ته ويلي د صوبې لرې پرتو سیمو کې دغه ناروغي ډیره په تیزۍ خوریږي.

د خبري غونډې وروسته ډاکټراحمد ولي وي او ای ډيوه ته ویلي د صحت نړیوالې ادارې د شمیرو تر مخه په ګرده نړۍ کې په ۱۰۰۰ کسانو کې ۲۶۸ نوي خلک په دې رنځ اخته کیږي. د دغه شمیرو په حساب په بلوچستان ایالت کې د ٢٧٠٠٠ نه سېوا خلک هر کال په نري رنځ اخته کیږي.

د بلوچستان ایالت د نري رنځ یا ټي بي د مخنیوي صوبايي پروګرام مشر ډاکټر سلطان لهړي د دغه ناروغۍ د مخنیوي په اړه ویلي: ٫٫ دا مهال په ګرده صوبه کې د ټي بي د مخنیوي ٥۴ مرکزونه کار کوي چرته چې هر ورځ د ۶۰۰سوو نه تر ۹۰۰سوو پورې مریضانو علاج یا درملنه کیږي.٬٬

ډاکټر سلطان زیاتوي د ټي بي علاج یا درملنه ویړیا ده او بلوچستان ته د افغانستان نه هم ګڼ شمیر مریضان علاج لپاره راځي.

د صحت ماهرین وایي په نري رنځ اخته کسانو ټوخي او بلغمو له امله د مریض سره نژدي پاتې کیدونکي خلک ډیر په اسانه په دې رنځ اخته کیدی شي.

په بلوچستان ایالت کې د ټي بي د رنځ خوریدو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر احمد ولي وايي د ایالت په لرو پرتو سیمو کې د کوېلو په درنګونو کې کار کونکي، سېګرټ چېلم او نور نشۍ توکې کارونکي خلک د ټي بي د رنځ اسان حدفونه دي.

ډاکټر احمد وايي په بلوچستان صوبه کې په خلکو کې د دغې رنځ په حقله د پوهې راوستو زیات ضرورت دی ځکه زیات تره خلک د دې رنځ په خوریدو او لږیدو لا هم نه دي خبر.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG