خېبر پښتونخوا کې د پراېمرۍ سکولونو استاذانو احتجاج نن په دویمه ورځ هم روان وو
په خېبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې راهسې د پراېمرۍ سکولونو استاذانو د ایالتي اسمبلۍ مخې ته احتجاج پېل کړی کوم چې نن هم روان وو. د دغه احتجاج په مهال استاذانو د کلاسونو نه باېکاټ کړی او وايي د خپلو غوښتنو پوره کیدو پورې به احتجاج کوي.