لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لس اسرايلي پوځيان په شمالي غزه کې وژل شوي، ملګري ملتونه ډزبندي غواړي


د روانې جګړې په تازه خبرداري کې ويل شوي چې عام فلسطيني وګړي ترې اغېزمن کيږي.
د روانې جګړې په تازه خبرداري کې ويل شوي چې عام فلسطيني وګړي ترې اغېزمن کيږي.

وي او ای

د اسرايل پوځ د شورو، چهارشنبې په ورځ د خپلو لسو پوځيانو د وژل کېدو اعلان کړی چې د غزه پټۍ په شمال کې په جګړه کې مړه دي. روانه جګړه د اسرايل د هغه پلان برخه ده چې غواړي د حماس ډله له مونډه ختمه کړي.

اسرايلي پوځ وايي تېره ورځ يې په 250 بريدونو کې د حماس ځايونه په نخښه کړي چې پکې په هوايي بمبارۍ کې هغه ډله هم ويشتلې شوې ده چې په اسرايل يې د راکټ لانچرو د بريد تياري نيوله.

په غزه کې د اپريشن په وخت اسرايلي ځواکونو د دوو تنو مړي موندلي چې د حماس وسلوالو د اکتوبر په حمله کې د ځان سره تښتولي او يرغمل کړي وو.

د اسرايلي پوځ وياند ويلي حماس يرغمل شوي خلک د غزه په ګڼه ابادۍ کې ساتي چې له سؤبه يې د ازادولو هڅې ګرانې شوي خو اسرايل به تر هغې په قلاره نه شي ترڅو ټول يرغمل اسرايليان ازاد کړي.

د روانې جګړې په تازه خبرداري کې ويل شوي چې عام فلسطيني وګړي ترې اغېزمن کيږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګې مشر فيليپو ګرانډي د شورو په ورځ ويلي “په افسوس سره مونږ وينو چې نور عام خلک وژل کيږي او تکليفونه سېوا کيږي. نور خلک بې کوره کيږي چې سيمه په خطر کې اچوي”.

پوپ فرانسېس د سملاسي اوربند کولو غږ بيا تکرار کړی او غزه ته يې د بشري مرستو د لېږلو او د حماس د بند نه د يرغمل شوو خلکو د خلاصولو وينا کړې ده.

ښيي چې په غزه کې د اسرايل د پوځ په عملياتو کې د عامو وګړو د وژنې په کچه امريکا انديښمنه ده او ولسمشر جو بايډن په وزير اعظم نتن ياهو د نهې، سې شنبې په ورځ په ډاګه تنقيد کړی. دا سره د دې چې بايډن د اسرايل کلک ملاتړ کوي.

بايډن ويلي “مونږ اسرايليانو ته په ډاګه کړې او هغه پوهه دي چې د بې ګناه فلسطينيانو خونديتوب زمونږ غټه انديښنه ده. دوی چې کوم ګامونه اخلي هغه بايد باوري وي او هر هغه ممکن کار وشي چې بې ګناه فلسطينيان د ضرر رسېدو، وژلو، مړه کېدو، ضايع کېدو وغيره نه بچ کړل شي”.

د وايټ هاوس د يو دستاويز ترمخه بايډن په اسرايل خپل تنقيد نور ډاګيز کړی او د کال 2024 د خپل انتخابي کمپين د ډيموکريټس د چنده ورکونکو يوې غونډې ته يې د کيمرې پرته ويلي اسرايل د بې درېغه بمبارۍ په وجه په نړۍ کې خپل ملاتړ بايلي.

د بايډن وينا د وايټ هاوس د هغه چارواکو د وينا نه بدله ده چې يې ويلي اسرايل داسې ګامونه اخستلي چې عام وګړي ونه وژل شي.

بايډن ويلي “هغه (نتن ياهو) يو ښه ملګری دی خو زه ګڼم چې هغه له بدلېدل پکار دی. د اسرايل دا حکومت هغه ته حرکت کول ګرانوي”.

ولسمشر د اسرايل د ملي امنيت وزير ايتامر بن ګواېر ته ګوته ونيوه چې “بن ګواېر او کمپني يې او دا نوي تنان نه ښيي چې تر لرې پورې د دوو هېوادونو حل لارې ته تيار دي”.

بايډن نتن ياهو ته وړانديز وکړو چې هغه له پکار دي د فلسطين اتاريټي ته واک ورکړي چې د امن په پروسه کې يې مل شي او د دوه هېوادونو حل ته لاړ شي کوم چې سخت دريځه اسرايليان نه غواړي.

بايډن وايي “ته دا نه شې ويلی چې په راتلونکي کې د سره د فلسطين رياست نشته. او دا به ګرانه برخه وي. امريکا به په دې پروسه کې د اسرايل د ساتنې نه هيڅ بل کار ونه کړي”.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په لوی اکثريت په غزه کې د ډزبندۍ په حق کې ووټ ورکړل شو څه چې امريکا نوره هم يواځې کوي. د 193 هېوادونو په اسمبلۍ کې 153 هېوادونو د اوربند په حق کې او لسو هېوادونو يې په مخالفت کې ووټ ورکړو. درويشت هېوادونو پکې برخه وانه خستله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG