منځني ختيځ کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ تاو تريخوالی سېوا شوی، امریکا ويلي، که ايران په اسرايل حمله کوي، د دفاع دپاره یې جنګي بېړۍ روانه کړې، او څو لويديځو حکومتونو خپلو وګړو ته ويلي، د لبنان نه دې وځي، ځکه حزب الله د اسرايل په نخښه کولو د حملو لړۍ پيل کړې ده.
فرانس د ډېرې بې ثباتۍ خبرداری ورکړی، وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د اسرايل په هوايي بريد کې په بيروت کې د حزب الله مشر فواد شکر وژل شوی او له دغې څو ساعته وروسته په تهران کې د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه وژل شوی، ايران یې تور په اسرايل لګولی دی.
امریکې، فرانس، کېنېډا او برتانیې خپلو وګړو ته د لبنان او اردن څخه وتلو ويلي دي. څو هوايي شرکتونو سيمې ته خپل پروازونه ځنډولي دي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مرستیال سلاکار جوناتن فينر (سي بي اېس) ته ويلي، "زمونږ هدف د تاو تريخوالي کمول او مخنيوی یې کول دي، زمونږ هدف د اسرايل دفاع کول دي".
(اې بي سي) سره خبرو کې نوموړي ویلي، "مونږ د هر امکان دپاره تياری لرو. مونږ فکر نه کوو چې سيمه ييزه جګړه د هيچا په ګټه ده".
د ایران د نوي صدر د سوګند په دستوره کې د ګډون وروسته د اسماعیل هنيه د وژنې وروسته د ايران سپريم مشر ایت الله خامنه ای ویلي وو، "مونږ دا خپل فرض ګڼو چې بدل/ غچ واخلو".
د نيويارک ټايمز د خبر ترمخه، خامنه ای د هنيه د وژنې په ځواب کې په اسرايل د نېغ په نېغه حملې امر کړی وو.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت وياند جان کربي د اتوار په ورځ فاکس نيوز ته ویلي، "کله چې سپريم مشر وايي چې ځواب ورکوو، مونږ دا سنجيده ګڼو. مونږ ته به دا يقيني کول وي چې مونږ تیار يو".
د خالي په ورځ امریکايي صدر جوبايډن د خبريالانو پوښتنې ته چې، هغه ګڼي چې ايران به ودريږي؟، هغه ويلي، " زه تمه لرم، زه نه يم پوی".
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د اتوار په ورځ د (جي – سېون) هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو سره د مينځني ختيځ د تاو تريخوالي کمولو په اړه خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، بلينکن او د هغه سيالو "د اسرايل امنيت ته خپله ژمنتيا تکرار کړې، او په ټولو خواو یې غږ کړی چې د شخړې سېوا کېدو مخه ونيسي".
د اسرايل پوځ ويلي، د خالي په شپه او اتوار په سهار د ايران ملاتړې ډلې حزب الله د اسرايل په شمالي برخه کې 30 توغندي ويشتي دي، خو په دوی کې زياتره ناکاره کړل شوي دي.
په غزه کې د اسرايل او حماس د جګړې د لسو مياشتو په موده کې هره ورځ د اسرايل او حزب الله ترمنځ نزدې هره ورځ ډزې شوي دي.
په داسې کې چې اسرايل د تهران لخوا د بريد دپاره په هايي الرټ يا لوړ خبرتيا کې دی، د اتوار په ورځ تل ابيب کې د چاکو په يو بريد کې دوه تنه وژل شوي دي.
ويل شوي، بريد کوونکی د اسرايل په ولکه کې د ويسټ بېنک فلسطينی وو، پوليسو راقابو کړی او روغتون یې منتقل کړی خو هلته یې مړينه اعلان شوې ده.
د دې ترڅنګ په غزه کې د اسرايل او حماس ترمنځ د لسو میاشتو راهسې جګړه روانه ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې، 1200 تنه یې وژلي او 250 یې يرغمل کړي وو. د حماس د صحت وزارت ويلي، اسرايل بيا په ځوابي عملياتو کې تراوسه پورې 39,550 کسان وژلي دي، خو په وژل شوو کې د جنګيالو او ملکي وګړو شمېرې نه دي ښودل شوي.
اسماعيل هنيه چې د حماس سياسي مشر او د جنګ بندۍ دپاره هڅو کې یې د حماس لخوا مزاکرات کول، د هغه وژنې د امریکا، قطر او مصر په مينځګړيتوب د خبرو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
فلسطيني هلال احمر ويلي، د اسرايل د حملې وروسته یې د شمالي غزې د جباليه کډوالو کېمپ کې د يوې ودانۍ څخه اته جسدونه ترلاسه کړي دي.
د غزه په الاقصا روغتون کې د اسرايل په ډرون بريد کې د پينځه کسانو د وژلو او 16 ژوبلېدو خبر ورکړل شوی چرته چې کډوال فلسطينيان مېشت دي او نزدې په بل کور کې د درېو کسان وژلو ويل شوي دي.د اسرايل پوځ ویلي، په 24 ساعتونو کې یې د ترهګرو 50 اهداف په نخښه کړي دي.
انټرنېشنل کرايسسز ګروپ تنک ټنک د خالي په ورځ يو بيان کې ویلي، د هنيه وژنې مينځنی ختيځ د کلونو تر ټولو خطرناک پړاو ته رسولی دی.
په 13م اپرېل ايران د اسرايل په خاوره د ډرون او ميزايلو د لارې لومړی بريد کړی وو، په دغو کې زياتره ناکاره کړل شوي وو، یاد بريد په دمشق کې د ايران په کونسلګرۍ کې د پاسداران انقلاب د وژلو وروسته شوی وو.
فينر (سي اېن اېن) ته ویلي، مونږ غواړو چې ټول فریقېن خبرو ته راولو، په جنګ بندۍ خبره وشي، او تاو تريخوالی راکم شي.
د حماس مشران، ځينې څيړونکي او په اسرايل کې مظاهره چیان په وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو او د هغه په واکمنه اتحاديانو د جګړې اوږدولو تور لګوي.
د اتوار په ورځ د نېتن ياهو کابينې ويلي، د يرغماليانو د بيرته راوستلو دپاره هر ډول ممکنه هڅې کوي او د دې کار دپاره اوږد مزل ته تيار دي.
Forum