لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوداګر: بانکي محدودیتونو یې ستونزې زیاتې کړي


په افغانستان کې مېشت سوداګار وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا په هېواد کې دلګول شويو بنکي محدوديتونو له امله د دوي مشکلات سېوا شوي او د تجارت لپاره د افغانستان څخه نورو هېوادونو ته په پېسو لېږلو کې ورته ستونزې مخې ته راځي۔

دوي وايي د جمهوريت په دوره کې د بنکونو د لارې د يولک ډالرو لېږلو په سر به نزدې 100 ډالرو پورې ټېکس راتلو اوس هغه د حوالې د لارې لېږلو باندې تجاران د 3500 ډالرو پورې کمېشن ورکوي چې په هېواد کې د اقتصادي بحران او د شيانو په نرخونو کې د زياتوالې سوب ګرځي۔

د افغانستان ځايي تجاران وايي د طالبانو د واکمنۍ راپدیخوا د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانستان دلګولېشويو محدوديتونو له امله دوي د بنک د لارې د تجارت په غرض نورو هېوادونو ته پېسې نه شي لېږلې،

دوي وايي د حوالې د لارې په پېسو انتقالولو د سلګونو پرځای زرګونه ډالره کمېشن راځي چې له امله يې د دوی تجارت ورځ تربلې متاثره کېږي۔

په دې هکله د کابل د تجارتي خونې مدير حاجي شېر شاه وي او ای ډيوه ته وايي " مونږ دغه پېسې چې پاکستان، ترکي، دوبۍ يا بل کوم هېواد ته لېږو نو د پېسو د انتقال په وجه چې صرافان يې کوي په يو لک ډالرو باندې تر 3500 ډالرو پورې فرق دی"

هغه وايي چې دې نه وړاندې به يې چې ټي ټي يا پېسې د بنک د لارې لېږلې نو د يو لک ډالرو په سر به يې 100 ډالره اخيستل کېدل او اوس په يو لک ډالرو 3500 ډالره ورکول کېږي دا په خپله د تجارانو لپاره يوه غټه ستونزه ده۔

نوموړي زياته کړه تجاران د ځايي بنکونو څخه خپلو پېسو ترلاسه کولو کې هم د محدوديتونو سره مخ دي او دوی نه شي کولی چې د يو خاص مقدار نه سېوا پېسې د تجارت لپاره ترلاسه کړي۔

حاجي شېرشاه وي او ای ډيوه ته دا هم وويل چې د افغانستان بنک سره پېسې نشته او د تجارانو خپلې شخصي پېسې په بنکونو کې دي نو هغه هم شرکتو ته په هفته کې 500 ډالر او شخصي اکاونټونو کې په هفته کې 200 ډالر ورکول کېږي نو دغه ستونزې هم تر اوسه پورې نه دي حل شوي۔

داقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته د افغانستان شتمنيو کنګل کېدو او وضع کړل شويو پالېسو سره د افغانستان بانکې نظام کمزوری شوی او د جدي ګواښ سره مخ دی۔

د افغانستان د صنعتونو او معدنياتو د خونې عمومي ريس شېر باز کمين زاده وي او ای ډيوه ته وايي د حوالې د لارې پېسو لېږلو له امله په افغانستان کې د بېلا بېلو شيانو قيمتونه ورځ تربلې سېوا کېږي چې د هېواد اقتصاد کمزوری کوي او بوج يې په عام ولس پريوځي۔

نوموړي زياته کړه چې هر هغه جنس چې افغانستان ته د بهر نه راځي د هغې په قيمت کې د پنځوؤ نه تر لس فيصدي پورې اضافه کیږي ځکه چې مارکيټ کې وخت په وخت بدلون راځي۔

هغه وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " دې نه وړاندې چې مونږ ټي ټي کوله نو په دوو ورځو کې به پېسې رسېدلې اوس چې د صراف د طريقې حواله کېږي نو دا شا وخوا 12 ورځې نيسي نو هغه جنس چې په 10 روپۍ وي نو د هغې قيمت دغې دوران کې سېوا شوی وي"

په دې هکله مو د افغانستان دمرکزي بنک وياند صابر مومند سره د ټيلي فون د لارې د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

د امريکا د خزانې وزارت د فرورۍ په 25مه په افغانستان کې د سوداګريزو او مالي فعاليتونو د اسانتياؤ او هغې ته دپراختیا ورکولو لپاره نوی لايسنس يا جواز جاري کړی۔

په دې اړه د وزارت لخوا جاري شوې اعلاميه کې ويلې شوي چې ددغې جواز جاري کولو مقصد ددې خبرې پخلې کول دي چې د امريکې لخوا لګول شوي بنديزونه د پېسو لېږلو او د هغه فعاليتونو مخنيوی نه دي کول کوم چې د افغانستان د خلکو د بنيادي ضرورتونو پوره کولو لپاره ترسره کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG