لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټامس ویسټ: جنګ د افغانستان د شخړې حل نه دی، سياسي هلې ځلې دې وشي


ښاغلي ویسټ لیکلي چې هغه په دبۍ کې د ځینو کاروباریانو او بانکرانو سره لیدلي او د پېسو په انتقال کې د شتو ستونزو په اړه یې خبرې کړي
ښاغلي ویسټ لیکلي چې هغه په دبۍ کې د ځینو کاروباریانو او بانکرانو سره لیدلي او د پېسو په انتقال کې د شتو ستونزو په اړه یې خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په خپلې رسمي ټویټر پاڼې لیکلي چې د دې میاشتې په پېل کې د متحده عربي اماراتو همکارانو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه یې تفصیلي او ګټورې خبرې کړي.

هغه د متحده اماراتو مننه کړې چې دغه فرصت یې برابر کړی او وییلي‌ چې طالبان له نزدې څاري چې د ترهګرۍ او د افغانانو حقونو خوندي ساتلو په اړه ژمن پاته شي.

ښاغلي ویسټ لیکلي چې هغه په دبۍ کې د ځینو کاروباریانو او بانکرانو سره لیدلي او د پېسو په انتقال کې د شتو ستونزو په اړه یې خبرې کړي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې ښاغلي‌ وېسټ د مې په اخره کې په ترکي کې د هغو افغانانو مشرانو او سياسي خلکو سره ليدلي وو چې غواړي د افغانستان د روانې شخړې حل دې د نور جنګ نه بلکې د خبرو اترو د لارې وشي.


ښاغلي ویسټ په ترکیه کې د خبريالانو، بينکرز، بشري حقونو فعالانو، پخواني ګورنرانو، د پخواني پارلمان غړو، قانون پوهانو، د پخواني حکومت چارواکو او وزيرانو سره په تفصيل خبرې کړي او دا نتيجه يې ترې اخستلې چې ټول موافق دي چې جنګ د افغانستان د شخړې حل نه دی او غواړي سياسي هلې ځلې دې وشي.

او له دې وړاندې ښاغلي وېسټ د ازبکستان په سرښار تاشکند کې هم د ډېرو افغانانو سره د افغانستان په روانو حالاتو ملاقاتونه کړي.

خو بل لور ته دوې اونۍ وړاندې یو شمېر سیاستوال، چې اکثرو یې د افغانستان د تېرو شلو کلونو په حکومتونو کې لویې چوکۍ لرلې په انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې راټول شول او د طالبانو پر ضد یې د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا جوړه کړه. دوی د طالبانو حکومت "ظالمانه او غاصبانه" بللی او له هغوی څخه یې غوښتي چې ورسره خبرو اترو ته چمتو شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG