په تل ابیب کې په زرګونو اسرایلیانو د خالي/ شنبې په ورځ د یوې مظاهرې په مهال د حکومت نه غوښتنه کړې چې په غزه کې پاتې یرغملیان دې زر تر زره بیرته راولي. دغه مظاهره د ځینو یرغمالیانو د جسدونو ترلاسه کیدو وروسته شوې.
د ای اېف پي د خبریال تر مخه مظاهره کونکو د مظاهرې په مهال د تل ابیب په لوې څلور لارې کې د یو منټ/ دقیقې لپاره غلي پاتې شوي. په دغه څلورلارې/ چوک کې د هغه اسرایلي یرغمالیانو یادګار جوړ شوی چې روانه میاشت یې اسرایلي عسکرو جسدونه موندلي.
د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ ویلي وو چې عسکرو یې د غزه په جبالیه کې د عملیاتو په مهال د دریو اسرایلي یرغمالیانو جسدونه موندلي. د پوځ لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې د دغه دریو واړو یرغمالیانو د پیژندګلو لپاره یې کورنۍ خبر کړی شوې.
د یو وژل شوي اسرایلي یرغمل یبلونکا خور اویوت د خالي / شنبې په ورځ مظاهرې ته د وینا په وخت ویلي ٫٫ په یو څو ساعته کې به ځه خپل ۴۲ کلن ورور خاورو ته سپارم. زما سره د دې وخت ویره وه.٬٬
اویوت مظاهره کونکو ته د وینا په وخت ویلي ٫٫ ځه د خپل ورور سره دا ژمنه کوم چې ځه به د نورو یرغمالیانو په خوندي توګه راستو لپاره خپل غږ پورته کوم. دوي باید د دغه دوزخ نه اوس راویستل شي.٬٬
د څلورو نورو اسرایلیانو جسدونه تیره اونۍ موندل شوي وو. د اسرایلي یرغمالیانو لپاره روانې دغه مظاهرې سره نژذې یوه بله مظاهره کې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو نه د استعفا ورکولو او د وخت نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه کیدله.
د اسرایل او حماس تر منځه دغه جګړه د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل کې داخلیدو او هلته ۱۲۰۰ اسرایلیان چې زیاتره یې عام خلک وو وژلو او د ۲۵۰ نه زیاتو د ځان سره تښتولو وروسته پېل شوې. د حماس وسله وال لا هم د ځان سره د ۱۰۰ نه زیات اسرایلي یرغمالیان لري.
د اکتوبر ۷مې د دغه برید وروسته د اسرایل او حماس تر منځه روانې جګړې اته میاشتې وشوې او تراوسه په دغه جګړه کې د غزه د صحت وزارت تر مخه ۳۵۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي.
د غزه د صحت وزارت په خپلو شمېرو کې د عامو خلکو او حماس جنګیالو تر منځه توپیر نه کوي. د غزه د ۲.۳ میلینه (۲۳ لکه) ابادۍ نژدې ۸۰ فیصده ابادۍ خپل کورونه پرېښودي او د ملګرو ملتونو د چارواکو تر مخه په غزه کې په لویه کچه لوږه خوره شوې او خلک د قحط سره مخ دي.
د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum