لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت کې د خښتو د بټۍ درې کارکوونکي په ډزو وژل شوي


پوليسو د پېښې تاييد کړې او ويلي يې دي، دا پېښه تېره شپه د غزني خېل تاڼې په ګوکه شاه حسین کې شوې ده
پوليسو د پېښې تاييد کړې او ويلي يې دي، دا پېښه تېره شپه د غزني خېل تاڼې په ګوکه شاه حسین کې شوې ده

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې د خښتو په بټۍ کې کارکوونکي درې خواريکښ نامالومه کسانو په ډزو وژلي دي.

ځایي خلکو دې پېښې پرضد تاجه زۍ سیمه کې د انډس هایي وی لویه لاره تړلې او د وژل شوو کسانو جسدونو سره یې د پېښې پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

پوليسو د پېښې تاييد کړې او ويلي يې دي، دا پېښه تېره شپه د غزني خېل تاڼې په ګوکه شاه حسین کې شوې ده.

د غزني خېل تاڼې چارواکي وايي د وژل شووکسانو پېژندګلو د فاروق خان، نقیب الله او صالح خان په نومونو شوې او دوی د خښتو په بټۍ کې مزدوان وو.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وايي د یو بل خواريکښ سلیم خان په مدعیت کې مقدمه د نامالوم کسانو پرضد درج کړل شوې او پولیسو ته ویلي چې د شپې پرمهال دوي مزدورۍ ته روان وو چې په لاره کې پرې نامالومو کسانو ډزې کړې چې پکې دی په خپله بچ پاتې شوی خو دا درې کسان وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند وايي د پېښې علت نه دی مالوم شوی او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د دغو مزدورانو د وژنې پرضد د سیمې خلکو او خپلوخپلوانو په تاجه زۍ سیمه کې احتجاجي پرلت پیل کړی او وژل کسانو مړي په انډس هايي وی اېښودي او د ګاډو لوی سړک یې بند کړی دی.

دوی وژل شوو کسانو ته د انصاف ترلاسه کېدو غوښتنه کوي او وايي په دې پېښه کې ککړ کسان دې مالوم کړي او سزاګانې دې ورته ورکړل شي.

‎د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور دا پېښه په کلکه غندلې او د وژل شويو کسانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

‎وزيراعلا د پيښي نوټس اخستو سره پوليسو ته لارښونه کړې چې پېښه ککړ عناصرو فوري ګرفتارولو لپاره لازمي ګامونه پورته کړي.

احتجاجي پرلت ته د مروت بیټني اتحاد مشر انعام الله ویلي اپریشن عزم استحکام ته د لارې هوارولو د پاره د بې ګناه خلکو وینه تویول کيږي.

‎هغه ویلي دا نامالومه ټولو ته مالوم دي او نور د عام خلکو په وژنه غلي نه پاته کیږي، ‎هغه زياته کړې، په علاقه کې د پولیس او پوځ په موجودګۍ کې نامالومه کسان څنګه وژنې کوي؟.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG