لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا په چارسده او سوات ضلعو کې درې جینکۍ د غېرت په نوم وژل شوي


په پاکستان کې د مېرمنو دحقونو فعالان وخت په وخت د غیرت په نوم د ښځو د وژنو خلاف احتجاجونه کوي
په پاکستان کې د مېرمنو دحقونو فعالان وخت په وخت د غیرت په نوم د ښځو د وژنو خلاف احتجاجونه کوي

د خېبرپښتونخوا په سوات او چارسده ضلعو کې درې جینکۍ د غېرت په نوم وژل شوي او د ښځو د حقونو دپاره کارکونکي وايي د غېرت په نوم د ښځو وژنې زياتې شوي دي او پکار ده چې په دې لړ کې قانون سازي او په دغه قانون بیا عمل وشي.

د چارسدې پوليسو وي او ای ډيوه ته تايد کړې چې يوه اتلس کلنه جينۍ په سوشل ميډیا د هغې د نڅا وډیو د خپرېدو وروسته خپل پلار د اتوار، يکشنبې، په ورځ ووژله.

پوليس وویل د جينۍ مور د خپل خاوند په ضد د لور د وژنې ايف ايي ار درج کړی دی.

د پوليسو په وېنا د وژل شوي جينۍ دغه ويډيو د هغې د خپل سوشل ميډيا اکاونټ نه نه ده خپره شوې بلکې د بلې ايي ډي نه خپره شوي چې پولیس يې تحقیقات کوي.

بلخوا د سوات پوليسو ويلي په منګلور علاقه کې يو تن په خپلو دریو خويندو ډزې کړي دي چې دوه پکې وژل شوي او بله زخمي شوي ده. دغه تن پولیس ګرفتار کړی او د پولیس ترمخه هغه ویلي چې خوېندې يې د شک په بنياد وژلي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې مشر اکبر خان ډيوه ته وويل په ټولنه کې د غېرت لفظ فقط ښځې سره تړلې شوی دی او ښځو دپاره کلتوري کرښې راښکل شوي دي چې ښځې دې هغو کرښو نه ووځي."مونږ د دغه کرښې د وتو نه د غېرت نوم ورکړو، د تشدد اتنها ته ورسو او د ژوند د اخستو ته يي خبره ورسيږي."

د کال ۲۰۲۲ د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت وېلي وو چي د تېرو دريوؤ کلونو پرمهال ټول ملک کې په ښځو د تشدد د ۶۳ زرو څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې وې او د دريوؤ کلونو په موده کې نزدې ۱۰۲۵ ښځې د غېرت په نامه وژلي شوي هم وې.

د بشري حقونو مرکزى وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې وویل وو چې په تېرو دريوؤ کلونو کې ۳۹۸۷ ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې ۱۰۵۰۰ ښځو باندې جنسي تیری شوی وو.

د بشري حقونو د وزارت په شمېرو کې ويل شوي چې يوازې په کال ۲۰۱۹ کې په ښځو د تشدد ۲۵۳۸۹ مقدمې ثبت شوي وې او هم دا ډول کال ۲۰۲۰ کې د ښځو په ضد د جنسي تېريو او بدکارۍ په ګډون ۲۳۷۸۹ پېښې مخې ته راغلي او کال ۲۰۲۱کې په ښځو د تشدد په لړ کې ۱۴۱۸۹ مقدمې هم درج شوي وې .

د بشري حقونو د پاره کارکونکي شاهده شاه وي او ای ډيوه ته وويل دا د سړو برلاسه ټولنه ده، دلته کوم سړي خپل زوی د غېرت په نوم نه وژني خو بياد پېغور له وجې خپل لور خور وژني. "يو خور هم چرته خپل ورور د غېرت په نوم ونه وژلو، ځکه چې خور ته پېغور نه کيږي، نو دا يو ډير پيچيده عمل روان دې، او په دې اړه باندې د پوهاوي خپورولو ډير مهم دي"

د بشري حقونو فعالې او پېښور پوهنتون کې استاذې سمينه افريدي ډيوه ته وويل دا پېښې ډيرې افسوسانکې دي او ښځې ته د انسان نا بلکې د "شرم څيز" په هيڅ کتنه کېږي او دا ډيره د افسوس خبره ده چې "زمونږ ټولنه کې اوس هم داسې رويي موجود دي."

د خېبر پښتنوخوا په کوهستان سیمه کې څه موده مخکې په سوشمل ميډیا يې د نڅا ويډيو د خپرېدو وروسته وژل شوي دي.

ثمینه افريدي وايي د نورې نړۍ نه کوم داسې خبرونه نه اوريدل کېږي چې يو پلار خپله لور په نڅا وژلي وي، خو دلته داسې رويي ډيرې افسوسناکې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG