لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عامر خان او امیتابهچن لومړی ګډ فلم او د کتونکو ګډ وډ غبرګون


روانه اونۍ د بالي ووډ نوی فلم ٫٫ ټهګز اف هندوستان ٬٬ د ریلیز کیدو په لومړۍ ورځ د ۵۰ کروړه روپو نه زیاته ګټه کړې. د هندي فلمونو مینه والو د یاد فلم ډیر انتظار کوو او په لومړۍ ورځ د دومره زیات کاروبار لوې علت د بالي ووډ دوو وتلو ستورو عامر خان او امیتابهچن په لومړي ځل په یو هندي فلم کې کار کول وو.

د عامر خان او امیتابهچن ترڅنګ په یاد فلم کې د هندي فلمي صنعت پیژندلې هنرمنده کترینه کېف او پخپله د دغې فلم بودیجه یا بجټ هغه خبرې دي، چې د دغه فلم کتونکي په لومړي ورځ د فلم کتو ته ورمات شول.

که څه هم ٫٫ ټهګز اف هندوستان٬٬ په لومړۍ ورځ د هندي فلمي تاریخ تر ټولو زیاته ګټه (۵۰کروړه) کاروبار کړی خو پوښتنه دا راپورته کیږي چې د عامر خان او امیتابهچن ګډ کار او لوې بجټ به د فلمو کتونکو په معیار پوره وي؟

په هندي مطبوعاتو کې د فلم ریلیز کیدو ورسته د ٫٫ ټهګز اف هندوستان ٬٬ په اړه گډ وډ غبرګون مخې ته راغلې. که یو خوا ګڼو خلکو د فلم کتلو وروسته دغه ستاېلی، یو شمیر نورو فلمي لیکوالانو او اخبارونو د فلم په اړه څه ښه لیکل نه دي کړي.

دهندي فلمونو پېژندلي نقاد راجیو مسند فلم ٫٫ ټهگز اف هندوستان٬٬ په اړه لیکلي: ٫٫ یو ډېر بې خونده فلم، ضروري نه ده چې هر فلم دی ښه وي خو د فلم کتلو په وخت دا احساس نه وي پکار چې تاسو چا په بند کې اچولي ېۍ.٬٬نوموړي د فلم د سکرپټ په اړه په یو ټوېټ کې وړاندې لیکلي.

هم په ټوېټر د یاد فلم په اړه یو شمیر خلکو ټوقې او یو شمیر نورو يې پیا ستاینه کړې.

هندي هنرمند، پروډیوسر او فلمي نقاد کمال ار کی خان په دې فلم کې د امیتابهچن په کار کولو نیوکه کړې.

د هندوستان فلمي صنعت څېړونکي او نقاد سمیت کاډل د ٫٫ ټهګز اف هندوستان٬٬ کتل د خپلو پېسو، وخت او وسایلو بې ځایه مصرف کول بللي.

خو د هندي مزاحیه فلمونو پیژندلی هنرمند ارشد وارثی د عامر خان او امیتابهچن دغه فلم ستایلی.

د ٫٫ ټهګز اف هندوستان٬٬ فلم په اړه که د فلم کتونکو نظر هر څه وي. د یاد فلم ٫٫ ثریا٬٬ سندره خلکو ډېره خوښه کړی چې پکې هنرمندې کترینه کېف په زړه پورې او ښایسته گډا کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG