د امریکا د سینټ دوه غړو د امریکا استخباراتي ادارو چارواکو ته ویلی چې د چین جوړ موباېل او کمپیوټري اېپلیکشن ټک ټاک په اړه دې پلټنې وکړي.
د ټک ټاک په اړه ګمان کیږي چې دغه اېپلیکېشن د امریکا قامي امنیت لپاره یو لوې خطر دی.
په سېنټ کې د ډیموکریټ ګوند مشر چک شومر او د ریپبلکن ګوند ټام کاټن د قامي استخبارتو کمیټۍ موجوده مشر یا ډاېرېکټر جوزف مېکګور ته په یو خط کې لیکلي چې د ټک ټاک په اړه اندېښنې سېوا شوي دي.
ټک ټاک اېپلیکشن کې د دې کارونکي وړې وړې ویډیو ګانې جوړي او بیا يې په انټرنېټ یا آن لاېن خپروي.
د ټک ټاک سرورې په امریکا او نورو هیوادونو کې دي خو د دغې کمپنۍ مالک په بیجنګ کې مېشت باېټ ډانس ده.
د ټک ټاک کمپنۍ ویاندې راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې چین حکومت په ټک ټاک باندې هیڅ اختیار نه لري ځکه په چین کې دغه اېپلیکشن د استعمال اجازه نشته.
دغه ویاندې د سنسر شپ یا انټرنیټ د بندیزونو تورونه رد کړي.
امریکايي سېنټرانو د ټک ټاک په اړه دا تازه اندېښنې په داسې مهال څرګندې کړي چې په پاکستان کې په نژدې ورځو کې په ټولنیزه رسنۍ ټک ټوک د مشهورې شوې یوې پښتنې پېغلې حریم شاه د پاکستان په خارجه وزارت کې دخارجه وزیر په چوکۍ دناستې جوړې کړل شوې ویډيو دهغې په ضد په سوشل میډيا تاوده بحثونه راپارولي دي.
په ټولینزو رسنیو خپرې شوې دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې دپېښور سره تعلق لرونکې پېغله حریم شاه دخارجه وزارت د ودانۍ دغونډو خونه کې ګرځي، بیا د خارجه وزیر په چوکۍ کښیني اؤ دعسکونو اخستلو ترڅنګ خپله ویډیو هم جوړوي.
کله چې دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو یو شمیر خلکو پرې سخت غبرګون ښکاره کړو چې څنګه یوې جینۍ ته په دومره مهم ریاستي مقام کې د ویډیو جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.
دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې ددې ویډيو خپریدو سره سم دخارجه وزارت چارواکي هم په حرکت کې راغلي اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.