لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تیرا کې د پاکستانی جیټ الوتکو په بمبار کې څوک په نښه شوي؟


Tirah Maidan Valley
Tirah Maidan Valley
فرهاد شېنواري
تېره اونۍ د پاکستان هواېي پوځ جیټ الوتکو د تیرا په کوکي خیلو سیمه کې د جنګیالو یو شمیر مرکزونه په نښه کړل،او د پینځه ویشتو وسلوالو د وژلو دعوی یی اوکړه،خو ځاېي خلک دعوه کوي پدغه بمبارۍ کې د عاموخلکو کورونه په نښه شوي او پکې ولسی وګړی هم وژل شوي. ځاېي خلک واېي دغه بمبارۍ کې د کوکي خیلو مهربان کلۍ، تنګو، سپینې خاورې، او څیړې په حدف شوي. د ملک دلاور خان کوکي خیل کور هم په دی تازه بمبارۍ کې د برید لاندی راغلې. ملک دلاور خان واېي د کورنې شپږ۶ غړي یې وژل شوي. د دغه کورنۍ یو مشر ملک حبیب خان واېي:
(زما بچی یی بې ګناه ووژل، زه د پاکستان د پوځ موجوده سرلښکر نه غوښتنه کوم چې زما د بچو د وژنې تحقیقات دې اوکړۍ شي،زما پلار او ترونو د پاکستان د پاره یو شمیر قربانۍ ورکړي دي، او حکومت سره مو هر ډول مرسته کړې خو بیا هم راسره دا زیاتې وشو)
په کال(۲۰۱۰) کې هم د تیرا کوکي خیلو (سره ویله) سیمه کې یو شمیر کورونه د پاکستانی پوځ جیټ الوتکو بمبارۍ کې په نښه شوي وو او خوا وشا ۶۲ عام خلک پکې وژل شوي وو. ددغې بمبار وروستو د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې وژل شوي کسان ترهګر وو. څو ورځې وروستو بیا د هغه وخت د پوځ سر لښکر اشفاق پرویز کیانی په دغه پېښه د کوکي خیل قبیلې نه معافي غوښتې وه او د متاثره کورنیو سره ېي د مالی مرستو اعلان هم کړی وو. په کال ۲۰۱۰م کې یو ځل بیا پاکستاني الوتکو د تیرا مهربان کلي کې یو ګاډی په نښه کړی وو او پینځه ۵ عام کسان پکې ووژل شوي وو. په کال ۲۰۱۲م کې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د کوکي خیلو په سېمه باندې قبضه وکړه او ځایی خلکو بیا د دغه ځاېي نه کډه اوکړه.
د خیبراېجنسۍ تیرا علاقې پولې د اورکزۍ ایجنسۍ، کرمې ایجنسۍ او د افغانستان ننګرهار ولایت سره لګیدلې دي او دغه سېمه د پیښور ښار نه اتیا کلومیټره لرې غریزه او شنه سیمه ده. کوکي خېل د جمرود تحصیل په حدودو کې راځي، انتظامی چارې یی د جمرود پولیټیکل چارواکی سنبالوي.او دلته یواځې د کوکي خیلو قبیله آباده ده او خلک یې په ګرمۍ کې په تیرا کې او په یخنیو کې په جمرود میدانی سیمه کې ژوند کوي. او په دواړو سیمو کې خپل کورونه لري.
د تیرا میدان سېمه د پاکستان پوځ د عملیاتو وروستو د وسله والو نه پاکه شوې ده. او د دغلته نه بې کوره شوی خلک خپلو سېمو ته بېرته روان شوي دي. تیرا میدان د باړې تحصیل په حدودو کې راځي او انتظامی چارې یې د باړې پولیټیکل چارواکي سنبالوي. په مېدان کې ملک دین خیل، شلوبر، آدم خیل، ذخه خیل، سپاه او قمبر خیلو قبیلې آبادې دي. دغه قباېل د باړې پورې غزیدلي.
په تیرا کې یو شیمر وسلوالې ډلې هم شتون لري پدغو کې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام، انصارالاسلام،او یو شمېر نورې وړې ډلې شاملې دي او خپل مرکزونه لري. په وروستو پاتې سېمه تیرا کې وخت په وخت د دغه وسله والو ډلو ترمنځه خپل منځي نښتې هم کېږي. د تیر کال په شورو کې په تیرا میدان کې تحریک طالبان پاکستان او حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصارالاسلام ترمنځه خونړۍ نښتې شوې وې او دواړه ډلو یو بل ته د نقصان رسولو دعوې کړې وې. هم دا رنګ په تیرو وختونو کې دلته د لشکر اسلام او انصارلاسلام ترمنځه هم نښتې شوي دی او یوبل ته یی مالی او ځانی ځیانونه اړولی دي.خو پدغه سېمو کې د خبریالانو په تګ بندیز له وجې د دغه قسمه دعوو د آزادو سرچېنو نه پخلې نه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG