د پاکستان د ډیره غازي خان تاشفين ملک او دهغې د خاوند سید رضوان فاروق په امریکه کې د ترهگرۍ د حملو کولو نه وروستو هغه زوړ بحث یو واربیا ډیر تود شوی دی چې په نړۍ کې اسلامي ترهگري سوا کیږي او مخه یې نیول پکار دي- په نړیواله کچه دا غوښتنه سوا شوی ده چې د سخت دریزه اسلامي تندروه تنظيمونو نه زیاتره متا ثره کیدونکي مسلمانان ځلمي په غربي هیوادونو کې څارل پکار دي- د ډیوه ریډیو په پروگرام واشنگټن ټو خیبر #ډبلیو_ټو_کی لومړۍ برخه کې نن په دغه موضوع په امريکه کې د پوليټکټ څیړنیزه ادارې مشر څېړنکار عارف انصار ، د پاکستان نه څیړونکي او خبریال حسن خان او په واشنگټن کې د ډیوه همکار محمد اکرام د تپوسونو ځوابونه ویلي دي-
نن د #ډبلیو_ټو_کی په دوئمه برخه کې موضوع وه په پاکستان کې بلدیاتي انتخابات – رپورټونه او څیړونکي واېي په دغه بلدیاتي انتخاباتو کې د پښتنو په صوبه پښتونخوا کې د واکمنه گوند تحريک انصاف د مشر عمران خان د غیر جمهوري سوچ په وجه چا ووټ نه دی ورکړی- په موضوع د کراچۍ نه څیړونکي علي ارقم څیړنه کړیده-
نن د #ډبلیو_ټو_کی درئمه او اخيرنۍ برخه کې د افغانستان د طالبانو د مشر مُلا اختر منصور په تازه آډیو پیغام تفصیل وړاندې شوی دی- مُلا اختر منصور په خپل تازه آډیو کې واېي چې د مرگ خبرونه یې دروغ دي- د پروگرام #ډبلیو_ټو_کی کوربه رحمان بونیری دی - تاسو دا پروگرام وس په لانديني لینک اوریدلی شئ-