لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایت الله علي خامنايي په تهران کې د وینا په وخت په صدر ټرمپ ټکونه کړي


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنايې د جمعې په ورځ په تهران کې یوې لوې ګڼې ګوڼې ته د وینا په وخت د امریکا صدر دانلډ ټرمپ پرضد سخته لهجه کارولې.

نژدې اته کاله وروسته په تهران کې د جمعې لمانځه ته په وینا (خطبه) کې خامنايي صدر ډانلډ ټرمپ ته مسخره ویلي او زیاته کړې يې ده چې هغه (ټرمپ) ځاندایرانیانو لوې پلوي ښايي خو په حقیقت کې یو زهر لرونکی تن دی.

ایت الله علي خامنايی ویلي د امریکا په ډرون برید کې وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني په جنازه کې د بې شمیره ایرانیانو ګډون دا خبره په ډاګه کړې چې د ایران اولس د خپل حکومت (اسلامي جمهوریت) سره ولاړ دي سره د دې چې په نژدیو کې د مظاهرچیانو پرضد یو شمیر قضیې هم درج شوي.

په خپله خطبه کې ایت الله علي خامینايي زیاته کړې د قاسم سلیماني بزدلانه وژنې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش پرضد روانه جګړه کې یو تر ټولو مهم کمانډر لری کړی.

د قاسم سلیماني د وژنې په ځواب کې ایران په عراق کې په امریکايي پوځیانو باندې د بیلسټک میزایلو بریدونه کړي وو چې پکې امریکايي عسکرو ته زیان نه وو رسیدلی.

د ایران مذهبي مشر زیاته کړې دغه بریدونه د نړۍ طاقتوره هیواد یعنې امریکا په مخ یو ګزار وو څوک چې ځان د نړۍ سپر پاور ګڼي. د خپلې وینا ځنې برخه چې نوموړي په عربۍ کې کړې ایت الله علي خامینايي ویلي امریکا ته ریشتوني سزا به د منځني ختیځ نه د امریکايی عسکرو ویستل وي.

د ایران لخوا په عراق کې په امریکايي پوځي مرکزونو بریدوو وروسته د ایران انقلابي ځواکونه د امریکا ځوابي برید ته تیارۍ کولې، کومې چې وه نه شوې، خو ایراني پوځ په خطا کې د یوکراېن د مسافرو هغه الوتکه وويشتله کومه چې د تهران نه یوکراېن ته روانه وه.

په دغه پېښه په الوتکه کې سواره ۱۷۶ تنه ووژل شول چې زیات تره يې ایرانیان وو.

ایراني چارواکو د دریو ورځو پورې په دغه پېښه کې د لاس لرلو خبره پټوله او په لومړیو کې يې د دغې پېښې سبب تکنیکي ستونزه بلله.

د دغه پېښې درې ورځې وروسته د ایراني چارواکو لخوا د دغې ذمه واري قبلولو وروسته په ګرد ایران کې مظاهرې پېل شوي. د دغه مظاهرو د مخې نیولو لپاره بیا امنیتي عسکرو په مظاهرچیانو ډزې کړي او اوښکې بهیونکی ګېس يې هم کارولی.

آیت الله علي خامینايي د جهاز ويشتلو دغه پېښه یوه ترخه پېښه بللې، چې د هغه په وینا ایرانیان يې ډیر خفه کړي او د دوي دښمنان يې ډیر خوشحال کړي. خامینايي ویلي د ایران دښمنان د جهاز غورځیدلو دغه پېښه د اسلامي جمهوریت، د انقلابي دستو او ایراني عسکرو پرضد د پوښتنو په توګه وکاروله. نوموړي په غربي هیوادونو هم نیوکې وکړې او زیاته يې کړه چې دوي ایران په ښکته کولو کې ډیر کمزوري دي. نوموړي زیاته کړې چې برتانیه، فرانس او جرمني چا چې دې اونۍ د کال ۲۰۱۵م ایټیمي تړون لانجه د شکایتونو یو کمېشن ته وړلو فیصله کړې شرمناکه هیوادونه او د امریکا غلامان دي. خامینايي زیاته کړې چې ایران خبرو اترو ته تیار دی خو دغه خبرې اترې به د امریکا سره نه کوي.

ایت الله علي خامینايي د کال ۱۹۸۹ راهسې د ایران ستر مشر دی او په ټولو لویو فیصلو کې د هغه خبره اخیرۍ خبره ګڼل کیږي. ۸۰ کلن خامینايي د قاسم سلیماني په جنازه کې په ښکاره ژړلي وو او ژمنه يې کړې وه چې د امریکا نه به د دغې مرګ سخت بدل اخلي.

نن د جمعې په دغه مانځه کې په زرګونو خلکو ګډون کړی او د خامینايي د وینا یا خطبې په وخت ګډون کونکو د امریکا پرضد نعرې هم وهلې.

د امریکا او ایران تر منځه تاوتریخوالی د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د کال ۲۰۱۵م د ایټیمي تړون نه د وتلو وروسته شورو شو. صدر ټرمپ د دغه لوظنامې نه د وتلو وروسته په ایران نور بندیزونه ولګول.

د قاسم سلیماني د وژنې وروسته بیا ایران اعلان وکړو چې دوي به د ایټمي تړون شرطونه نور نه پوره کوي. اروپايي هوادونه چا چې هڅه کله چې دغه لوظنامه ژوندې وساتي تیره اونۍ بیا د دغې ځواب کې ویلي چې دغه لانجه به د کشالو هوارولو کمېشن ته وړي، کیدلی شي د دغې وروسته په ایران نور بندیزونه هم ولږي.

د ایران ستر مشر تل په دغه ایټمي لوظنامې شکونه کول او دا دریځ يې لرلو چې په امریکا باور نه شي کیدلی. خو نوموړي د ایران صدر حسن روحاني کوم چې منځ پلوه ګڼل کیږي يې دې ته پریښودو چې د امریکا صدر بارک اوباما سره دغه لوظنامه لاس لیک کړي. د صدر ټرمپ لخوا د ایټمي تړون نه د وتلو وروسته خامینايي بیا بیا ویلي چې د امریکا سره نورې خبرې نه شي کېدلی.

ایت الله علي خامینايی په اخیري ځل په کال ۲۰۱۲م کې د جمعې خطبه ورکړې وه کله چې هغه په خپله وینا کې اسرايل ته د کېنسر رسولۍ وېلې وه. نوموړي ژمنه کړې وه چې د هر هغه چا مرسته به کوي چې د اسرايل مقابله کوي. نوموړي په دغه وینا کې دا خبرداری هم ورکړی وو که چرې امریکا د ایران په نیوکلیايي پروګرام برید وکړو نو امریکا به ایران ته لس چنده نقصان رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG