لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې استخباراتي چارواکي: صدر پوتین اوکراین د قبضه کولو د ارادې نه نه په شا کېږي


 د صدر پوتین او په اوکراین کې د جنګ په اړه دغه د امریکې د استخباراتي ادارې ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس اېوریل هېنز انداړه وه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په واشنګټن کې د یوې مباحثې په مهال شریکوله
د صدر پوتین او په اوکراین کې د جنګ په اړه دغه د امریکې د استخباراتي ادارې ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس اېوریل هېنز انداړه وه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په واشنګټن کې د یوې مباحثې په مهال شریکوله

د روس صدر ولادېمیر پوتین داسې څه اراده نه لري چې اوکراین د قبضه کولو خپل خواهش نه په شا شي خو داسې ښکاري چې په دې خبره پوهه شوی دی چې هغه پوځ چې په یو وخت کې د فخر وړ ګڼل کېدو د پوتین خواهش به پوره کړی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د صدر پوتین او په اوکراین کې د جنګ په اړه دغه د امریکې د استخباراتي ادارې ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس اېوریل هېنز انداړه وه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په واشنګټن کې د یوې مباحثې په مهال شریکوله. د مباحثې انتظام سېلوراډو پالسي اېکسلرېټر نومې تنظیم کړی و چې د ګوګل زیلي اداره ده.

مېرمن هېنز وویل د دوی اندازه ده چې په موجوده پړاو روسي ځواکونه تر دومره حد پورې کمزوري کړی شوي دي چې بېرته خپل مقام ترلاسه کولو کې به يې کلونه وخت لګي.

هغې وویل په موجوده وخت کې روسي ځواکونه د دې جوګه هم نه دي لنډ مهال اهداف ترلاسه کړی شي.

امریکايي استخباراتي چارواکي د صدر پوتین او اوکراین کې د جنګ په اړه خپله اندازه په داسې حال کې شریکه کړې چې د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو روس او چین او د دواړو ملکونو ترمنځ زیاتېدوونکي همکاري لوی خطر ټاکلی دی.

او د اوکراین د دفاع وزارت، د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې روس سره د قیدیانو په تبادله کې د اوکراین 144 عسکر ازاد کړی شوي دي. وزارت وویل قریباُ 100 اوکرایني عسکر په ماریوپل ښار کې نیول شوي وو.

د سپېن په مېډرېډ ښار کې د نېټو مشران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله غونډه سره ته رسوونکي دي
د سپېن په مېډرېډ ښار کې د نېټو مشران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله غونډه سره ته رسوونکي دي

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د قیدیانو د ازادېدو په اړه د اوکراین د دفاع وزارت د اعلان نه وړاندې د اوکراین د پارلېمنټ یو غړي وي او ای ته په کییف کې ویلي وو کییف او مسکو د قیدیانو په تبادله خبري کوي او دا چې یو روسی تاجر رومن اېبراهموېچ چې د صدر پوتین سره نژدې تعلقات لري په دې معامله کې د منځنګړي کردار ادا کوي.

د سپېن په مېډرېډ ښار کې د نېټو مشران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله غونډه سره ته رسوونکي دي.

د مغربي ملکونو اتحاد په خپله غونډه کې د نیو سټرېټيجېک کانسېپټ یا د نوي نظریه منظوروونکي دي چې پکې په اوکراین د روس یرغل، د چین دلاسه جوړ کړی شوي مشکلات او د دغو دواړو ملکونو ترمنځ زیاتېدوونکي همکاري تر ټوله لویه ترجیح ټاکل شوې ده.

د دویم جنګ عظیم نه وروسته جوړ شوي د نېټو پوځي اتحاد غړو ملکونو په دغه دستاوېز کې وویل روس لوی او نېغ په نېغه خطر دی او چین د نېټو امنیت، مفادات او اقتدارو دپاره مشکلات راولاړوي.

د نېټو مشران اوکراین سره د مرستو په زیاتولو متفق شول او د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ د دې هفتې په شروع کې خبر نګارانو ته وویل نېټو به د هغو ځواکونو په شمېره کې اووه چنده اضافه کوي چې د تیارسې په حال کې ساتل شوي دي.

هغه وویل د دویم عالمي جنګ وروسته نېټو د امنیت تر ټولو لوی بحران سره مخامخ شوی دی.

اوکراین سره د نېټو ملکونو د مرستو د زیاتولو د ژمنو ترڅنګ روس خپل پوځي عملیات او د مزایلو حملې زیاتې کړي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ روسي ځواکونو په اوکراین کې په مختلقو علاقو د مزایلو حملې وکړې او په یوه حمله کې په یوه ودانۍ کې څلور کسان ووژل شوو.

د لوهانسک سیمې ګورنر سېری هېډي وویل هر خوا جګړه دوام لري او روسي ځواکونه لېسچېنسک ښار نېسي.
د نېټو د دې اعلان په ځواب کې چې فېنلېنډ او سویډن ته به رکنیت ورکوي، صدر پوتین د شورو، چهارشنبې، په ورځ په

سرکاري ټېلې وژن وویل چې د دونباس سيمې د ازادولو دپاره خصوصي پوځي عملیات به دوام لري.

هغه وویل روس به د فېنلېنډ او سویډن په خاوره د نېټو پوځي اډاڼه ځای په ځای کېدو ته ځواب وايي.

د صدر پوتین دغو خبرو په اړه مېرمن هېنز وویل هغه نه ویني چې د نېټو د پراخېدو په سر به جنګ وشي.

تېره هفته مېرمن هېنز ویلي وو چې د مغربي ملکونو په اړه د روس رویه سختیږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د خبري ادارو د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG