د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان سره د طورخم په سرحدي پوله یو ځل بیا ازغن تار لګول شورو کړي دي. د سېمې نه د ډیوه ریډیو خبریال وايي د ایف سي ځواکونو مشر جنرال د ازغن تار لګولو د څارنې لپاره دغلته تر نیم ساعت پورې موجود وو.
د پاکستان لخوا دطورخم په سرحدي پوله ازغن تار لګولو په سر د افغانستان د حکومت د اعتراض یا نېوکو وروستو پاکستان څلور ورځې وړاندې دغه لویه لار تړلې وه. د دواړه هیوادونو ترمېنځه د تګ راتګ لپاره استعمالیدونکې دغه لویه لار بندیدو له امله په زرګونو خلک د یو شمیر ستونزو سره مخ شوي وو.
تیره ورځ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر ذاخیلوال تر مېنځه د ملاقات وروستو پاکستان پرون ناوخته د طورخم سرحدي لار بیرته پرانستې.
د جنرال شريف سره د ليدلو وروسته افغان سفير زاخیلوال په یو بیان کې وېلي وو "د پاکستان پوځ له مشر راحیل شریف سره یې مازیګر ناوخته خبرې کړي او هغه ژمنه وکړه چې همدا نن به د تورخم در وازه بيرته پرانیزي". د دواڼو گاونډي هیوادونو تر منځ د تگ رتگ لپاره د تور خم لویه لاره سټراټيجيکي اهميت لري.
په تیرو شپاړسو کالو کې په لومړي ځل د تورخم لاره تر بل هر وخت نه زیات وخت پورې د خلقو د اوښتو راوښتو لپاره تړل شوې وه.رپورټونه وايي افغان حکومت د پاکستاني چارواکو لخوا د پولې په ځينو برخو کې د ازغن تار لگولو مخالفت کوؤ. افغان چارواکو د پولې پاکستان اړخ څخه یوې پاکستاني امنيتي څوکۍ ته د هواېي پل جوړولو منصوبه هم نه منله
د ډیورنډ لانجمنه کرښه د سيمې پښتانه په دوه غټو برخو کې ویشوي- د نيمې څخه زیات پښتانه پاکستان او پاتې په افغانستان کې ژوند کوي.افغان حکومت په تاريخي توگه د ډیورنډ کرښه رسمي سرحد نه مني خو پاکستان دا پوله نړیوال سرحد مني.