لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاکنډ ډويژن تاجران وايي په سيمه کې د ټېکسونو لګېدو په ضد به احتجاج کوي


د سوات د تاجرانو صدر عبدالرحیم وویل چې ملاکنډ ډویژن د جنګ او سېلاب د لاسه تباہ شوی دی او که حکومت دلته ټېکسونه ولګول نو خلاف به يې سخت احتجاج کولی شي
د سوات د تاجرانو صدر عبدالرحیم وویل چې ملاکنډ ډویژن د جنګ او سېلاب د لاسه تباہ شوی دی او که حکومت دلته ټېکسونه ولګول نو خلاف به يې سخت احتجاج کولی شي

د ملاکنډ ډویژن د نهه ضلعو د تاجرانو تنظیمونو په ملاکنډ ډویژن کې د ټېکسونو لګېدو مخالفت کړی او ویلي يې دي چې د ټېکسونو خلاف به احتجاج کوي.

په دې اړه د سوات په مرکزي ښار مینګورہ کې د تاجرانو جرگه وشوه چې په کې د سوات، شانګلې، بونیر، ملاکنډ ، کوز دیر، بر دیر، کوز چترال ، بر چترال او د باجوړ د تاجرانو د تنظیمونو غړو ګډون وکړو۔

د سوات د تاجرانو صدر عبدالرحیم وویل چې ملاکنډ ډویژن د جنګ او سېلاب د لاسه تباہ شوی دی او که حکومت دلته ټېکسونه ولګول نو خلاف به يې سخت احتجاج کولی شي۔

د کال ۲۰۱۸ د می په پېنځمه نېټه د ایین په ۲۵ ماده کې د بدلون له امله د ملاکنډ ډوېژن، د فاټا او د پاټا خصوصي حېثیت ختم او کړی شو او دغه علاقې په خېبرپښتونخوا کې کې ضم شوې.

د اييني بدلون نه پس پېنځو کلونو دپاره دغه سيمې د ټېکس نه پاکې وټاکل شوې.

د تاجرانو جرګې ته وویل شو چې ملاکنډ ډويژن ځپل شوي سیمه ده او دلته خلق د ټېکس ورکولو توان نه لري۔

د سوات د هوټلونو د اتحاد مشر زاهد خان وايي چې سوات کې سیاحت ته ډېر زیان رسېدلی دی او د ټېکسونو لګولو په ځای دې حکومت د ډويژن د خلکو سره مالي مرسته وکړي.

د تاجرانو جرګې ته وینا کونکيو وويل چې حکومت ملاکنډ ډویژن کې د پرمختیا کارونه نۀ کوي، د کالام سړک خراب دی چې لۀ کبله يې سېل ګرۍ ته زیان رسیدلی دی او په داسې حال کې ھغوي ټېکسونو ورکولو ته تیار نۀ دي۔

د ملاکنډ ضلعې د تاجرانو د تنظیم مشر ارشد حسېن وي او ای ډیوه ته وویل چې حکومت دې اول د کالام سړک جوړ کړي چې سيمې ته د سېلګرو ورتګ شروع شي.

د ملاکنډ ډویژن سرہ تعلق لرونکي د وزیر اعظم مشیر امیر مقام وي او ای ډیوه ته وویل چې د کالام په سړک کار روان دی او ھغہ کوشش کوي چې د وزیر اعظم سرہ خبرہ وکړي چې ملکنډ ډویژن د نورو پينځو کلونو دپارہ د ټېسونو نه پاک وګرځوي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG