لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان د تجارت سېوا کولو دپاره دې د پښتونخوا ازاخېلو بندر ته د مالونو وړو اجازت ورکړل شي


په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوه امين ستانکزی وي او اې ډيوه ته وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت سېوا کولو لپاره مهم دي چې دواړه هېوادونه سياسي کشالې د تجارت څخه جدا کړي او د سوداګريزو چارو د پياوړتيا لپاره په ګډه اړونده ګامونه واخلي
په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوه امين ستانکزی وي او اې ډيوه ته وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت سېوا کولو لپاره مهم دي چې دواړه هېوادونه سياسي کشالې د تجارت څخه جدا کړي او د سوداګريزو چارو د پياوړتيا لپاره په ګډه اړونده ګامونه واخلي

اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د دوه اړخيزه تجارت سېوا کولو او خېبر پښتونخوا ته مالي ګټې رسولو لپاره اړين دي چې د کراچۍ بندر څخه د افغان ټرانزېټ سوداګريز لوز يا پرانستې کارګو او مالونو د خېبرپښتونخوا صوبې ازاخېل وچ بندر ته د روړلو اجازه ورکړل شي.

د اقتصاد پوهانو په خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم سېوا کولو لپاره د کراچۍ بندر نه د سامان لوز يا پرانستې کارګو اجازه ورکول اړين دي.

دوی وايي د کراچۍ په بندر د کنټېنرو په وخت نه کلېئر کېدو او د تورخم په پوله د ډول ډول ستونزو له وجې تجارتي هلې ځلې د ځنډ ښکار کېدو له کبله دوه اړخيزه تجارت ډېر متاثره کیږي.

په دې حقله پېښور کې د پاک افغان جاينټ چېمبر اف کامرس ډايرېکټر ضياالحق سرحدي وي او ډيوه ته وويل " په هر يو کنټېنر د يو ورځې چې کوم ډېمرېج دی يا جرمانه ده هغه 160 ډالره ده او دې حساب سره په يو يو کنټېنر د 6 لکو روپو پورې جرمانه راځي او افغان تاجران وايي چې دا خو د پاکستان قانون دی نو دې له امله زمونږه نه 80 فيصده پورې چې کوم تجارت دې هغه د چابهار او بندر عباس په لاره منتقل شوې دی".

تاجران وايي د 2010 کال د پاک افغان ټرنزټ ټرېډ تړون ترمخه په لوز يا پرانستې کارګو بندېز لګول شوی او تاجران مجبوره دي چې د شپنګ کمپنو په کنټېنرو کې مالونه يوسي.

دوی وايي د کنټنېرو په وخت نه واپس کېدو له وجې تجاران د ورځې په سر کمپنو ته درنې درنې جرمانې ورکوي.

د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د افغان ټرانزیټ سوداګریز مالونه د بانډډ کېرير ترڅنګ د رېل ګاډي د لارې د خېبر پښتونخوا ازاخېل وچ بندر ته د روړلو لپاره په سمدستي توګه زمينه برابره کړل شي.

ښاغلي سرحدي زياته کړه چې مخکې به د کراچۍ نه د پېښور او چمن پورې د ريل نظام وو او مالونه به يې وړل.

" مونږه دا غواړو چې هغه رېل بيا فعال شي ځکه چې په هغې کې دا ګټه ده چې کرايه يې فکس يا ټاکلې شوې وي، اوس په رېل پابندي نشته مالونه پکې راتللې شي خو په هغې سهولتونه نشته".

هغه زياته کړه چې دوی غواړي چې مالونه د کراچۍ نه د خېبر پښتونخوا ازاخيل وچ بندر ته راشي او بيا هلته نه افغانستان ته لاړ شي او که دا سهولت ورکړل شي نو دې سره به دا صوبه کاميابيږي.

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوه امين ستانکزی وي او اې ډيوه ته وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت سېوا کولو لپاره مهم دي چې دواړه هېوادونه سياسي کشالې د تجارت څخه جدا کړي او د سوداګريزو چارو د پياوړتيا لپاره په ګډه اړونده ګامونه واخلي.

" په تېر وخت کې د پاکستان لخوا افغان سوداګرو ته د ويزې په برخه کې ډېر سهولتونه رامنځته شوي وو چې اوس تقريبا له منځه تللي دي، لکه مخکې به افغان تاجرانو ته د 5 کاله ويزه ورکول کېدله چې اوس دغه موده تر يو کال کمې مودې ته راغلې او ډېر وخت ويزې هم رد کېږي".

د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په 2016 کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلې وو خو 2022 کال دوران دغه تجارت 700 ميلينه ډالره ريکارډ شوی وو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG