لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ پرله پسې غورځيږي، يو ډالر 239 روپو ته رسېدلی


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پېسو کاروباري عبدالحسيب وايي، د ډالر غوښتنه زياته ده او په پاکستان کې ډالر د راتلو په ځای بهر روان دی
د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پېسو کاروباري عبدالحسيب وايي، د ډالر غوښتنه زياته ده او په پاکستان کې ډالر د راتلو په ځای بهر روان دی

پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالر په مقابله پرله پسې غورځيږي او په انټربېنک مارکيټ کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر بيعه 239روپو رسېدلې ده، خو سوداګر وايي په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر د 245 روپو او 45 پېسو پورې خرڅيږي.

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پېسو کاروباري عبدالحسيب وايي، د ډالر غوښتنه زياته ده او په پاکستان کې ډالر د راتلو په ځای بهر روان دی.

د ګل/ دوشنبې په ورځ [19ستمبر] په انټربېنک مارکيټ کې د ډالر بيعه 237 روپۍ او 91 پېسې وه خو په دې کې د تیرو 12 اوونيو راهسې اضافه کيږي او اقتصاد پوهان وايي دسېلاب له امله په پاکستان کې ولاړو فصلونو ته زيان اوښتی چې له امله یې په پاکستان کې د خوراکي توکيو درامد زيات شوی دی او هم له دې امله په پاکستانۍ روپۍ فشار زيات دی.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، په پاکستاني مارکیټ کې د ډالرو کمی دی او د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره د نشت برابر ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پاکستان زياتره خوراکي توکي د بهر څخه درامد کوي چې له وجې يې د ډالر غوښتنه سېوا شوې او څنګه چې درامدات زياتيږي نو ورسره تجارتي خساره زياتيږي او د هغې له امله د ډالر بيعه لوړيږي.

نوموړی وايي د پاکستان حکومت پاکستان ته راتلونکو او تلونکو خلکو باندې د پېسو د ښکاره کولو قانون لګولی دی يا يې پابند کړي دي چې ورسره څومره پېسې وي هغه به په اييرپورټ ښکاره کوي ځکه خلک نغدې پېسې نه راوړي او د ډالر راتګ کم شوی دی.

د نوموړي په خبره خلک اوس د قانوني لارو څخه غېر قانوني لارې خپلوې او پېسې انتقالوي.

په وروستيو کې د نړیوالې مالياتي ادارې لخوا پاکستان ته يو ارب 17 کروړه ډالره ورکړی شوی وو. او د دې ترڅنګ د پاکستان دوست هېوادونو د پاکستان سره ژمنه کړې وه چې دغه هېوادونه به پاکستان ته مالي مرستې ورکوي خو تراوسه پورې په پاکستان کې هیڅ ډول پانګونې نه دي شوي.

تېره ورځ د پاکستان مرکزي بېنک ويلي وو، چې د سعودي عرب د پرمختيايي فنډ [اېس اېف ډي] لخوا پاکستان ته ورکړی شوې درې اربه ډالرو بيرته ورکولو نېټه د بل يو کال دپاره غځولې ده.

خو د دغو پېسو سره د پاکستان په غېر ملکي زر مبادله ذخيره هیڅ اثر نه دی شوی او څيړونکي وايي که دغه پېسې بيرته ورکول کېدی نو د پاکستان په اقتصاد به ورسره فشار سېوا شوی وی.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه په پاکستان کې خوراکي توکي 40 فيصده ګران شوي دي او د سرکاري شمېرو ترمخه د سېلاب له وجې د پاکستان 30 اربه ډالر تاوان شوی دی.

د سټېټ بېنک ترمخه دا وخت په پاکستان کې مجموعي زر مبادله ذخيره 14.32 اربه ډالره ده او د مرکزي بېنک سره غېر ملکي زر مبادله ذخیره اته اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده چې د پوهانو په وېنا د دوه میاشتو د درامدي بل نه هم کمه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG