د کرکټ نړيوال کپ 2023م کې نن د دوو روايتي حريفو هيوادونو پاکستان او هند لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې وې، چې پکې هند پاکستان ته په اوو وکټونو ماتې ورکړه. په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو دا مېچ د غټې سيالۍ په نوم يادېده.
د خالي- شنبې په ورځ د هند د احمد اباد په نریندر مودي اسټيډيم کې د کرکټ د 12مې پرله پسې لوبې پچه هند ګټلې وه اؤ پاکستان ته یې وړومبی د بېټنګ بلنه ورکړې وه.
پاکستان هند ته د ګټلو لپاره د 192 رنزونو هدف ورکړی وو. د پاکستان ټوله لوبډله په 43 اوور اوټ شوه او 191 منډې یې جوړې کړې.
هندوستان د 192 هدف د دریو لوبغاړو په اوټ کېدو سره په 30.3 اوورونو کې پوره کړو.
تر لوبې وړاندې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم هیله څرګنده کړې وه چې دا لوبه به وګټي، ده پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي وو چې کرکټ لوبډله به یې په کلکه اراده، مهارت او جنګي روح سره لوبه کوي ځکه چې وایي د ملک خلک یې تر شا ولاړ دي.
له ټاس ګټلو وروسته د هند کپتان روهت شرما ویلي وو چې هغوي پخپله لوبډله کې یو بدلون راوستی دی اؤ ایشان کشن پر ځای یې شبمن ګل ته د لوبېدلو موقعه ورکړې ده.
د پاکستان کپتان بابر اعظم په دغه موقعه ویلي وو، د هند پرضد د لوبې په مهال په دوي هیڅ فشار نشته خو بیا هم فیلډنګ کې د غوره والي ګنجایش شته اؤ هڅه به یې وي چې هند ته د زیاتو منډو هدف ورکړي اؤ پخپله خاوره یې د ماتې سره مخ کړي.
دپاکستان په لوبډله کې کپتان بابراعظم، عبدالله شفیق، امام الحق، محمد رضوان، سعود شکیل، افتخار احمد، شاداب خان، محمد نواز، حسن علی، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل وو.
همدا شان د هند په لوبډله کې کپتان روهت شرما، شبمن گِل، ویرات کوهلي، شیرس ایر، کی ایل راهول، هاردیک پانډیا، رویندرا جډیجه، شاردل ټھاکر، کلدیپ یادیو، جسپریت بمراہ او محمد سراج ولوبېدل.
ويل شوي د سيالۍ نه وړاندې په لوبغالي کې د سندرو يا موسيقي يوه دستوره هم شوې کومه دستوره چې عموما د نورو سياليو نه وړاندې نه کيږي.
بابر اعظم تر لوبې وړاندې ويلي وو، پاکستان وړاندې هم هند ته ماتې ورکړي او اوس هم کولی شي چې ماتې ورکړي. هغه ويلي په پوره اعتماد سره به لوبغالي ته کوزيږي.
د هند لوبډله هم د کرکټ په غوره لوبډلو کې یوه ګڼل کيږي او د هند کرکټ لوبډلې کپتان روهت شرما ويلي، په ځانګړې ورځ ښه لوبه کول ضروري وي او د دوی توجه به یې هم په ښه لوبه وي.
هغه ويلي، دا غټه سيالي ده خو د دوی توجه به په معياري لوبه وي، د يوې ښې لوبډلې سره مخامخ کيږي ځکه تمه لري چې خپله د ګټو لړۍ جاري وساتي.
د پاکستان او هند لوبډلې تراوسه پورې د ورلډ کپ په نړيوالو سيالیو کې اووه ځله مخامخ شوي او اووه واړه ځله هند سيالۍ ګټلي دي.
د روان نړیوال کپ په سياليو کې پاکستان او هند دوه دوه سيالۍ کړي او دواړه یې ګټلي دي.
Forum