لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان مرکزي حکومت د تحریک لبیک مشرانو پرضد د بغاوت او ترهګرۍ قضيې اعلان کړي
تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت د تحریک لبیک مشرانو پرضد د بغاوت او ترهګرۍ قضيې اعلان کړي


د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت د تندروه مذهبي ډلې تحريک لبيک پاکستان د مشرانو پرضد د بغاوت او ترهګرۍ تورونو لاندې د قضیو درج کولو اعلان کړی.

اسلام اباد کې د خالي یا شنبې په ماښام یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير چوهدري فواد حسين ویلي، حکومت د تحريک لبيک پاکستان د مشر خادم حيسن رضوي، مرستيال مشر پير افضل قادري، عنايت الحق شاه او فاروق الحسن پرضد د قانوني عمل پيلولو پريکړه کړې ده.

نوموړي ویلي د تحريک مشر خادم حسين رضوي، پير افضل قادري، عنايت الحق شاه او د حافظ فاروق الحسن پرضد د لاهور، ګوجرات او د راولپنډۍ ښارونو په تاڼو کې د بغاوت او د ترهګرۍ د تورونو لاندې قضیې درج کړې شوي.

د تحريک لبيک پاکستان مشر خادم حسين رضوي د تېرې میاشتې (اکتوبر) په ٢٣مه نيټه د امنیت ساتونکو ادارو لخوا په حفاظتي ولقه کې اخستل شوې وو کله چې حکومت د ګوند پرضد پراخه عمليات پيل کړل.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير په وينا د پنجاب صوبې نه د ټي ايل پي ٢٨٩٩، د سرښار اسلام اباد څخه ١٢٦ او د سند صوبې نه د ګوند ١٣٩ فعالين نيول شوي دي. مرکزي وزیر زیاته کړې د ګوند کوم غړي چې په مظاهرو کې نيغ په نيغه ککړ نه وي هغه به په ضمانت خوشي کولی شي.

فواد حسين ویلي د دغه مشرانو پرضد به د ترهګرۍ په ځانګړي عدالتونو کې قضيې چلولی شي او که په دوي لږيدلي تورونو ثابت شول نو هغوي ته د عمري بند سزا هم کيدی شي.

د ټي ايل پي مشر خادم حسين رضوي تيره مياشت د سترې محکمې لخوا د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ په سزا تورنې ميرمنې اسيه بي بي د خوشې کولو د پريکړې ورستو د ججانو د وژلو او د پاکستان د پوځ مشر پرضد د بغاوت غږ کړې وو.

تیره ورځ د قامي اسمبلۍ د دوو غړو او د پي ټي ايم د مشرانو د پيښور په باچا خان ايرپورټ د د ودرولو په اړه د یوې پوښتنې به ځواب کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر ویلي د محسن داوړ او علي وزیر پرضد په صوابۍ کې مقدمې درج دي نو ځکه يې نامې په اي سي ايل اچول شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG