لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د کانګرس غړي د وسلو لرونکو ډلې نه ویریږي


محمد اکرام

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هیواد د وسلو قانون کې په تندۍ او په لویه کچه بدلونونو راوستو غږ کړی.

په وایټ هاوس کې د یو غونډې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ د کانګریس په غړو نیوکې کړي او ویلي کانګریس د وسلو لرونکو تنظیم، نیشنل رایفلز ایسوسي ایشن پرضد د ګام پورته کولو نه ډیر زیات ویریږي.

د شورو په ورځ په ټیلي ویژن د خبرواترو په وخت ډانلډ ټرمپ د وسلو په اړه په کانګریس کې ډیموکریټ او ریپیلیکن دواړه ګوندونو قانوني تګلاره رد کړه چې کانګریس کې د ډېرې مودې راهسې د ځنډ ښکار ده.

صدر ټرمپ ډیموکریټ ګوند ته ویلي هغه د فلوریډا په یو سکول کې د وروستۍ ډزو پیښې په رنګ تشدد مخ نیوي لپاره یوې تګلارې مرسته کوي خو نوموړي کوم تفصیل نه دی ښکاره کړی.

صدر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د وسلو اخستو وړاندې د یو تن پوره تفصیل ترلاسه کولو مرسته کړې او د سکولونو زیات امنیت او د ذهني ناروغانو لپاره زیات وسایل ایښودو ترڅنګ يې د وسلو اخستو لپاره دعمر حد ۲۱ کالو ته زیاتولو تایید کړی.

ډانلډ ټرمپ په سکولونو کې استاذانو ته د وسلوورکولو خبره یو ځل بیا تکرار کړې.د صدر ټرمپ انتظامیه به اوس د یو صدارتي حکم د لاري د وسلو په هغه الاتو بندیز لګوي کومې چې یو ډز کوونکې ټوپکې یا طمانچې په اټومیټک یا خود کاره وسله کې بدلوي. نوموړي ویلي دغه کار به د کانګریس په ځای دده انتظامیه کوي.

امریکايي ویلي دوي په دغه مسله د یوبل سره د لوبو ټوقو انتظار نه شي کولی چې هیڅ هم ترې نه ترلاسه کیږي.

د نوموړي پدې تجویز خلک حیرانه شو چې امنیت پرځای کوونکي چارواکو ته دې د څه قسم بدې پیښې مخ نیوي لپاره د عدالت د حکم بغیر د خلکو نه د وسلې اخستو اختیار ورکړی شي او زیاته يې کړه پولیس دې اول د یو تن نه وسله ترلاسه کړي او بیا دې قانوني لاره خپله کړی شي.

صدر ټرمپ ددې وړاندې هم په ملک کې د وسلو د لارې تشدد مخ نیوي په سر دډیموکریټ ګوند د سوچ مرسته کړې خو د خپل محافظه کاره ووټرانو او په کانګریس کې د ایتلافي ریپبلیکن ګوند د مخالفت له وجې د خپل دریځ نه وروستو شوی. تراوسه دا هم نه ده ښکاره چې نوموړی به د وسلو قانون کې په تندۍ سره لویو بدلونونو راوستو خپل دریځ مخ په وړاندې بوځي او که نه، کوم وخت چې نوموړی د خپل ګوند د مخالفت سره مخ شي.

د ډیموکریټ ګوند سره تعلق لرونکو د کانګریس غړو صدر ته خواست کړی چې خپل ریپبلیکن ګوند د وسلو مخ نیوي لپاره په ګام مجبوره کولو لپاره خپل سیاسي طاقت استعمال کړي.

د وسلو اخستو لپاره د یو تن پوره کتنې لپاره د ډانلډ ټرمپ دغه غږ په تیرو وختونو کې ریپبلیکن پارټۍ او د وسلو لرونکو تنظیم این ار ای مخالفت کړی. ریپبلیکن پارټي ددې په ځای د وړاندې نه موجود د کتنې نظام کې ښه والي راوستو لپاره د معمولي قانون سازۍ په حق کې دي. خوډانلډ ټرمپ دا خبره واضحه کړې چې هغه د وسلو اخستو لپاره د یو تن د زیاتې کتنې په حق کې دی او د کانګریس په غړو يې تور لګولی چې د وسلو لرونکو جوړ تنظیم، این ار ای نه ویریګي.

نوموړي د این ار ای په چارواکو غږ کړی اوس د ګام پورته کولو وخت راغلی او داچې دوي له فضول یا بې ځایه خبرې اترې اودرول پکار دي.

په امریکا کې په خود کاره وسلو بندیز لګولو دا بحث په داسې وخت یو ځل بیا شروع شوی چې څو ورځې وړاندې د فلوریډا ریاست ځايي هايي سکول یو پخواني طالب علم په خودکاره وسله د خپل سکول ۱۷ طالب علمان وژلي وو. ددې وړاندې هم د امریکې په یو شمیر سکولونو او نورو اولسي ځایونو کې په خودکاره وسلو په لسګونو خلک وژلی شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG