لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ په وړاندې د کال ۲۰۱۸م ستونزې او ننګونې


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هیله لري چې د خپلې دورې په دوهم کال د ټکس یا مالیې د کموالي په مسله کې د کانګرس د تیرې میاشتې بریا نوره هم پیاوړې کړي.

٫٫ دا به ډیره سخته وي چې زما د دورې له لومړي کال څخه زیات څه وکړو ځکه تیر کال مو ډیر ښه و په ځانګړي توګه د ټکس یا مالیو د کموالي او اصلاحاتو په برخه کې.٬٬

خو سپینې ماڼۍ له کړاوه ډک کال ځکه پیل کړ چې یو جنجالي کتاب چاپ شو په کوم کې چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په بڼې باندې سختې نیوکې شوې دي او له امله یې داسې پوښتنې راپورته شوې چې ایا په رښتیا هم ټرمپ ددغه دفتر لپاره وړ کس دی او که نه؟

د ډیموکراټانو یو سناتور کرسټن ګیلېبرنډ وايي: ٫٫ ما فکر نه کاوه چې ټرمپ دې د ولسمشرۍ لپاره یو غوره کس وي. ما فکر نه کاوه چې هغه دې په سمه توګه خپله دنده ترسره کړي او دې کتاب زما اندېښنې تایید کړې.٬٬

ټرمپ او د هغه ملګرو په دې کتاب باندې نیوکې وکړې او دا یې ډیر افسانوي کتاب وګاڼه. د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې سیرا هوکبي سنډرس وايي:

٫٫ په دې کتاب کې ګڼې تیروتنې دي خو زه نه غواړم چې خپل او یا ددې هېواد وخت پرې ضایع کړم او په داسې یو کتاب خبرې وکړم چې په بشپړه توګه خیالي دی.٬٬

ددې کتاب پرسر د راپورته شویو ناندریو له امله د ټرمپ او د پخواني سټراټیژیست سټیو بینن ترمنځ هم اړیکې خرابې شوي او په ترڅ کې یې د ولسمشر پرسر یوځل بیا سیاسي جلاوالي رامنځ ته شوی.

د بروکینګز د انسټیټیوټ څخه جان هوډاک وايي: ٫٫ څه چې زه یې فکر کوم هغه دا دي چې دا کتاب به ځینو خلکو ته هغه فکرونه بیا تازه کړي چې ولسمشر په دماغي توګه بې ثباته او نارامه دی او له همدې امله ډیرې ننګونې لري. خو د ولسمشر د پلویانو لپاره به دا کتاب جعلي ښکاري او جدي ګڼل به یې ورته غیر ضروري وي.٬٬

د ټکس یا مالیې د کموالي په برخه کې د بریا سره سره ټرمپ په تاریخي توګه په خپل لومړي کال کې مشهوره نه شو او له همدې امله به په نومبر کې د کانګرس په ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا ښايي زیاته وي.

د بروکینز د انسټیټیوټ څخه مولې رینالډ وايي: ٫٫ زه فکر کوم چې جمهوري غوښتونکي ښايي دا و نه مني چې اوس ددوي په پرتله له ډیموکراټانو سره ډیره لیوالتیا موجوده ده ځکه ټرمپ دومره مشهور نه شو.٬٬

څیړونکي همدارنګه خبرداری ورکوي چې په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنې به په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ په سپینې ماڼۍ باندې ډیر اغیز ولري. ٫٫ تاسو هېڅ نه پوهیږئ چې په راتلونکو څو ورځو کې به څه پېښ شي.٬٬

جان هوډاک وايي بله خبره داده چې د ولسمشر د رهبرۍ جنجالي بڼه هم ښايي بدله نه شي. ٫٫ زه وایم هر هغه څوک چې فکر کوي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ لومړنی کال نیمګړی و او پاتې نور درې کلونه به پاخه او له مثبت بدلون سره وي نو هسې ځان تیر باسي. هغه څه چې تاسو تیر کال ولیدل هغه به په راتلونکو دریو نورو کلونو کې هم وویني.٬٬

۲۰۱۸ کال به د سپینې ماڼۍ لپاره د پایلو کال وي چې په کې به دواړه سیاسي ګوندونه په کانګرس کې د اکثریت ګټلو پرسر جګړه کوي او دا به د ټرمپ په ولسمشرۍ باندې ژورې اغیزې ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG