لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د ځان خلاف مقدمه په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه وبلله

ډانلډ ټرمپ په داسې وخت له عدالتي مقدمې سره مخ دی چې هغه د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د برخې اخیستو په تیاریو مصروف دی او د هغو کسانو په سر کې دی چې د ریپبلکن ګوند له خوا به ټاکنو ته درېږي
ډانلډ ټرمپ په داسې وخت له عدالتي مقدمې سره مخ دی چې هغه د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د برخې اخیستو په تیاریو مصروف دی او د هغو کسانو په سر کې دی چې د ریپبلکن ګوند له خوا به ټاکنو ته درېږي

واشنګټن ـــــ د امریکې مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ځان خلاف مقدمه په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه وبلله او وایي یواځینۍ ګناه چې ده کړې ده هغه دا ده چې د هغو خلکو په وړاندې د خپل هېواد ملاتړ کوي چې غواړي امریکا تباه کړي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د نیویارک منهېټن عدالت ته له وړاندې کېدو وروسته هغه د فلورېډا ایالت په مارالاګو سیمه کې خپل کور ته ستون شو او هلته یې خپلو ګڼ شمېر پلویانو ته وینا وکړه.

ډانلډ ټرمپ پر ده باندې د لګېدلو تورونو مقدمه د خپل هېواد سپکاوی وباله او ویې ویل هېڅکله یې تصور هم نه وو کړی چې په امریکا کې دې کله داسې یوه پېښه وشي.

مخکینی صدر په دې تور له مقدمې سره مخ دی چې ګواکې د 2016م کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې یې د بربنډو فلمونو یوې اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د دې لپاره 130,000 ډالر ورکړي وو چې له ده سره د شپې تېرولو پر دعوه غلې پاتې شي.

د سه شنبې- نهې په ورځ عدالت پر ښاغلي ټرمپ باندې د کاروباري راکړې ورکړې په ریکارډ کې د "د دروغ ویلو" له کبله 34 تورونه ولګول خو هغه له دغو تورونو اانکار وکړ.

ټرمپ خپلو پلویانو ته په فلورېډا کې شاوخوا 25 منټه وینا وکړه او تور یې پورې کړ چې مخالفین یې د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د ده د ممکنه کامیابۍ د مخنیوي لپاره د هغه خلاف قانوني محاذ پرانیستی دی، خو د دې دعوې لپاره یې کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

د نیویارک د منهېټن ضعلې له عدالته دباندې پولیسو مخکینی ولسمشر په خپله ولکه کې واخیست خو دا چې هغه مخکې ولسمشر وو لاسونو ته یې هتکړۍ وا نه چول شوې او له عدالتي کاروایي وروسته هغه بیرته خوشی کړل شو او پخپله شخصي الوتکه کې فلورېډا ته روان شو.

د منهېټن عدالتي ضلعي اټارني یا سرکاري وکیل په ټرمپ باندې لګېدلی د جرم تور یا فردِ جرم آنلاین خپور کړ چې پکې ویل شوي دي "موږ په نیویارک کې د چا د هر ډول کاروبار د راکړې ورکړې د ریکارډ بدلولو پ جرم باندې د پردې اچولو اجازه نه ورکوو".

د ټرمپ خلاف د فردِ جرم په متن کې دعوه شوې ده چې هغه د 2016م کال د صدارتي ټاکنو په وخت د ځان په اړه د منفي معلوماتو د خپرېدو مخه نیولې وه او په دې کار سره یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو قانون مات کړی دی.

ډانلډ ټرمپ د منهېټن عدالت پر سرکاري وکیل الوین برېګ باندې هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغه د تورونو تر لګولو مخکې هغه دی ښه پېژانده. ټرمپ پر قاضي جوان مرچن هم تنقید وکړ او متعصب یې وباله چې د ده د مقدمې اورېدنه یې کوله.

ډانلډ ټرمپ په داسې وخت له عدالتي مقدمې سره مخ دی چې هغه د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د برخې اخیستو په تیاریو مصروف دی او د هغو کسانو په سر کې دی چې د ریپبلکن ګوند له خوا به ټاکنو ته درېږي.

د امریکا صدر جوبایډن د ټرمپ خلاف د روانې مقدمې په اړه پوښتنو ته له جواب ویلو ډډه کړې ده.

د وي او اې د خبریال سټیو هرمین د رپوټ له مخې صدر بایډن د نهې- سه شنبې په ورځ د ساینس او ټیکنالوجۍ له سلاکارانو سره ولیدل او د مصنوعي ذهانت (ارټیفیشل انټېلیجنس) د ممکنه خطرونو او ګټه په اړه یې وینا وکړه، خو د ټرمپ په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته جواب ونه وایه.

د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې کېرین جان پېر پرون خبریالانو ته وویل، پر ډانلډ ټرمپ‌ لګېدلی تور د صدر جوبایډن په لومړیتوبونو کې نه راځي او وایي دا چې مقدمه لا روانه ده نو په دې هکله نظر ورکول نه غواړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG