لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلي والو سیمو کرونده گر او د صدر ټرمپ د تجارت تگ لاره


ډانلډ ټرمپ د صدارتي مهم په مهال په فلوریډا ریاست کې د کرونده گرو په یوه غونډه کې
ډانلډ ټرمپ د صدارتي مهم په مهال په فلوریډا ریاست کې د کرونده گرو په یوه غونډه کې

د کال ٢٠١٦ د صدارتي مهم په مهال تجارت او په نړي واله کچه د امریکې تجارتي معاهدې اهم موضوعات وو. په هغه وخت ډانلډ ټرمپ د ځینې معاهدو د ختمولو لوظ کړی و او د صدارت په وړمبو ورځو کې هغه وویل هیواد به د ټې پي پي په نوم معاهدې نه وباسي.

وینډل شامین په الینايي ریاست کې یو کرونده گر دی او د کال ٢٠١٦ د صدارت دپاره کمپین کې يي د ټرانس پیسفیک پارټنرشپ یا د ټي پي پي په نوم د تجارتي معاهدې ملاتړ کولو. وینډل وايي د روان تجارت نه هر څوک گټه پورته کوي.

خو کله چې ډانلډ ټرمپ د صدارت چوکۍ سنباله کړه نو د انتخابي مهم په مهال خپل لوظ پوره کولو په ترڅ کې يي امریکا د ټرانس پیسیفیک پارټنرشپ معاهدې نه ویستله.

وینډل وايي هغه د تجارتي معاهدې د ختمولو مثال نه لیدل غواړي.

د معاهدې د ختمیدو په نتیجه کې نه یوازې نوي منډای دلاسې وځي بلکه لکه د جوارو او سویابین غوندې د امریکې زرعۍ پیداوار بیعې هم زیاتې شي.

په الینايي ریاست کې د کرونده گرو د تنظیم تماره نیلسن وایي دوي د ټي يي پي د لارې د چاپان د غوښې منډايي ته رسايي ترلاسه کړې وه.

که څه هم وینډل شامین د مالي نقصان سره مخامخ دی خو مایوس نه دی او دې پوښتنې ته چې سره د اعلا تعلیم، د یو جهاندیده تن او د تجارتي معاهدو په ړه د علم پرته يي هم ووټ ډانلډ ټرمپ ته ولې ورکړو، نو وايي ووټ د گټې نه بالا خبره ده.

وینډل شامین وايي چې زاړه پاله خلک دي، حکومت ډیر لوې دی، ډیر زیات قوانین دي، د هیلري کلنټن په وخت کې به نور هم قوانین لگول شوي وو او په سپریم کورټ کې د ازاد خیاله ججانو لخوا د وړاندې څخه ډیر مسایل راپورته شوي دي.

د وینډل شامین د ځمکې سره نژدې د بجلۍ سامانونه جوړونکې کمپنۍ میټنگ کارخانه وه. جارج کارني هلته د تیرو شلو کلونو راهسې کار کولو. بیا دغه کارخانه بنده شوه او میکسیکو ته منتقل شوه او د جارج کارني روزگار ختم شو. جارج د خپل روزگار د ختمیدو الزام په نارت امریکن فري ټریډ ایگریمنټ یا په نیفټا باندې لگوي. جارج تر دا وخت مستقل روزگار نه لري او د ټي پي پي هم مخالف دی.

جارج وايي که څه هم ډانلډ ټرمپ یوه مسخره ښکاري خو داسې ښکاري چې خپل کار سم کوي.

جارج وايي وړاندې يي کوم ریپبلیکن امیدوار ته ووټ نه دی ورکړی خو په اینده کې به يي ټرمپ ته ورکوي.

وینډل شامین هم د ټي پي پي په مسله د ټرمپ سره اختلاف لري خو وايي بیا به هم هغه ته ووټ ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG