لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ پخوانۍ مرستیالې کانګرس ته د بندو دروازو شا ته ګواهي ورکړې


د روس او یورپ د چارو لپاره د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخوانۍ مرستیالې د ګل په ورځ کانګرس کې د بندو دروازو شا ته د صدر ټرمپ د مواخذې پلټنو کې ګواهي ورکړې.

فیووناهل په ممکنه توګه د ډانلډ ټرمپ لخوا د می په میاشت کې د یوکراین لپاره د امریکا پخوانۍ سفیرې میري یووانوویچ د خپلې څوکۍ نه لرې کولو په سر کانګریس ته معلومات ورکړي وي.

فیووناهل د جولايي د میاشت پورې وایټ هاوس کې د یورپي او روسي چارو لپاره د ټرمپ قامي امنیتي شورا کې سینیر ډایریکټره وه چاته چې د پردې شا ته د امریکې خارجه تګلارې د جوړښت معلومات ترلاسه وو.

ډانلډ ټرمپ دا وخت د کانګریس لخوا په دې وجه د موخذې د پلټنو سره مخ دی چې ګنې نوموړي د یوکراین صدر باندې دباو اچولی وو چې د نوموړي سیاسي مخالف او پخواني نایب صدر جوبایډن د ځوي خلاف د بډو رشوتونو پلټنې شروع کړي.

رپورټونه وایي صدر ټرمپ دیو کرین صدر ته په ټیلي فوني خبرو کې ویلي چې هغه باید معلومه کړي چې ایا په رېښتیا هم د جوبائیډن ځوی هنړ بائیډن ته دیوکرین د ګیس په یوه کمپنۍ کې په ستر معاش نوکړي ورکړل شوې ده؟

د کانګرېس لاندينۍ برخه يا هاؤس چې پکې د مخالفه ډيموکرېټ ګوند اکثريت دی د صدر ټرمپ په ضد يې د مواخذې تحقیقات په رسمي ډول پېل کړي او د هاؤس د استخباراتي کمېټۍ مشر اېډم شېف ويلي صدر ټرمپ چې د يوکرېن صدر سره په ټېلي فون کومې خبرې کړې وې دغه يې د امريکا ملي سلامتيا ته زيان رسولی.

خو صدر ټرمپ تیره اوونۍ خپلو سياسي مخاليفينو ته په وروستي غبرګون کې د بهرنيو هېوادونو مشرانو سره د خپلو ټيلي فوني خبرو څخه دفاع کړې او ويلي یې دي دا د هغه آييني ذمه واري ده چې په هیواد کې د بډو رشتونو مخه ونيسي.

اسپېکرې نینسي پلوسي ته په لیږل شوي لیک کې ویل شوي چې د صدر ټرمپ دمواخذې دپاره په ګواهانو جرحه کولو.دمخبرانو شهادت،شهادتو ته لاسرسي، اؤ دشهادت لیکلو نقلونو پورې دې ټولو معاملو کې دائین،قانون اؤ دماضي د روایاتو څخه سرغړونه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG