لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ سلاکار وایي منتخب صدر د روس او اوکراین جګړه کې د وسلې په زیاتېدو "ډېر اندېښمن" دی


د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټرمپ نومول شوی مایکل والټز وایي، منتخب صدر ډنالډ ټرمپ د اوکراین خلاف د روس په تقریباً درې کلنه جګړه کې د بېلابېلو ډولونو وسلو د کارولو پر زیاتېدو "ډېر اندیښمن" دی.

په کانګرس کې د فلورېډا ایالت غړي مایکل والټز د یکشنبې- اتوار په ورځ فاکس نیوز ته وویل، د صدر جو بایډن انتظامیې چې اوکراین ته د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د پرسنېل ضد مځکنيو ماینونو د کارولو اجازه ورکړې، دې پرېکړې په ختیځ اوکراین کې جګړه "د لومړۍ نړیوالې جګړې د مورچې جګړې" ته ورته کړې ده.

والټز وویل دا پرېکړه باید د دې جګړې د ختمولو لپاره په یو پراخ تناظر کې شوې وي. هغه وويل، "دا [فیصله] په بشپړه توګه پر هغه محاذ باندې د خلکو او د پوځیانو د غوښو د کوټلو لپاره ده."

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن تېره اوونۍ وویل، امریکا اوکراین ته اېنټي پرسنېل یا د افرادو ضد ماینونه لېږي ځکه چې د هغه په وینا د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په اصلي ډګر کې د جګړې بڼه بدله شوې ده.

آسټن وویل د روس مځکني ځواکونه په بکتربند ګاډو کې د زیاتو خوندي ځواکونو پر ځای د جګړې په ډګر کې د ماسکو د پرمختګ مشري کوي، ځکه نو وایي اوکراین "هغو شیانو ته اړتیا لري چې [د روس] ددې هڅې په ورو کولو کې مرسته وکړي."

مایکل والټز وویل ټرمپ روس او اوکرین په جګړه کې د خلکو پر وژل کېدو اندېښمن دی، خو وایي په پراخ تناظر کې هغه پوښتنه چې باید ډېره مهم وي هغه دا ده:

"موږ څنګه [د دې جګړې] مخنیوی وکړو او څنګه امن بیرته راولو؟ موږ ته پکار ده چې دا په ذمه وارۍ سره ختم کړو."

ټرمپ په وار وار دعوه کړې چې د امریکې د 47م صدر په توګه د لوړې یا سوګند له کولو مخکې به د روس او اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه به دا جګړه ختموي، مګر د ستمبر صدارتي مباحثه کې یې وویل دی غواړي اوکراین دا جګړه وګټي.

بایډن تېره اوونۍ اوکراین ته اجازه ورکړه چې د ماسکو له ځواکونو سره یو ځای د جګړې لپاره د شمالي کوریا د 10,000 پوځیانو لېږلو په جواب کې د واشنګټن ورکړي د اوږده واټن میزایل په روس کې دننه وکاروي.

کیف له هغه راهیسې په تېرو څو ورځو کې د روس په براینسک سیمه کې په دغو امرکایي میزایلو د وسلو ګودامونه په نخښه کړل، چې په جواب کې یې روس د اوکراین په ختیځ کې د نیپرو پر سیمه یو نوی تجربه کړی راکټ وغورځاوه.

د ډانلډ‌ ټرمپ نومول شوي د ملي امنیت سلار مایکل والټز وویل، "دا ښکاره [د وسلو] زیاتوالی دی. دا زیاتوال کومې خواته ځي؟ څنګه کولای شو د سولې د خبرو اترو لپاره دواړه خواوې د خبرو مېز ته کښېنوو؟"

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي او د هغه ډېری غربي ملاتړي له میاشتو راهیسې پر بایډن فشار اچوي اوکراین ته دې اجازه ورکړي چې په روس کې دننه د لویدیځ په ورکړل شوو میزایلو خپل هدفونه په نخښه کړي.

د نېټو مخکیني مشر ین سټولټنبرګ په جون میاشت کې ویلي وو، د خپل اتحاد ددې حق ملاتړ کوي چې له اوکراین سره د روس خلاف پراخېدونکې جګړه کې د دفاع لپاره یې کیف ته اجازه ورکړې چې د نېټو وسله وکاروي او په روس کې دننه خپل هدفونه په نخښه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG