لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د ایراني صدر سره نېغ په نېغه خبرو ته تیار یم


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ګل په ورځ ویلي هغه د ایران صدر حسن روحاني سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته تیار دی.

د اټلي وزیراعظم سره په وایټ هاوس کې د یو خبري کانفرنس په وخت یو خبریال د صدر ټرمپ نه پوښتنه وکړو چې ایا هغه به د ایران صدر حسن روحاني سره د ملاقات لپاره تیار وي او که نه؟

ډانلډ ټرمپ په ځواب کې ویل ٫٫ ځه په خبرو اترو یقین لرم.٬٬ نوموړي زیاته کړې د ایران صدر سره د کومو شرطونوبغیر څه وخت هم د ملاقات لپاره تیار دی که چرې د ایران مشر د دغه ملاقات لپاره تیار وي.

ډانلډ ټرمپ د نېغ په نېغه سفارتکارۍ په حیث په وروستیو کې د روس صدر ولادي میر پوټن او د شمالي کوریا مشر کم جانګ اون سره یو په یو ملاقات حواله ورکړه څوک چې د امریکا سره ښه تعلقات نه لري.

صدر ټرمپ ویلي: ٫٫ که ایران وغواړي نو ځه ورسره لیدو ته تیار یم. ایران دا وختې د یو سخت وخت نه تیریږي خو ځه د ایران مشرانو سره د دوي په خوښه لیدو کتو ته تیار یم.٬٬

د صدر ټرمپ د دغه خبرې وروستو د ایران لخوا په ځواب کې ویل شوي د واشنګټن سره نېغ په نېغه خبرې اترې وروسته د هغې کیدی شي چې امریکا د ایران سره شوي جوهري لوظنامه کې بیرته شامل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG