د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د هغه د کاروبار په اړه په یوه مقدمه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په نیویارک کې عدالت ته حاضر شو، په الزام دی چې په کاروباري لېن دېن کې يې درغلي کړې او عدالت ته د پېښ کېدو نه مخکې ټرمپ د عدالت په جج او د نیویارک په حکومتي وکیل نيوکې وکړې.
عدالت ته د ننوتلو نه مخکې ټرمپ د هغه په ضد مقدمه جعلي او درغلي وبلله. هغه د عدالت جج ارتر اېنګوران خراب او د نیویارک حکومتي وکیلا لټېشیا جېمز نسل پرسته وبلله.
د مقدمې په اړه یوه فېصله کې اېنګوران په خپله فېصله کې ويلي چې ټرمپ په کاروباري راکړه ورکړه کې درغلي کړېږ
ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سماجي رابطې په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل ولیکل "زه سبا عدالت ته ځم چې د خپل نوم او شهرت دپاره وجنګېږم."
ټرمپ په خپل پوسټ کې د نیویارک په اټارني جنرل لټېشیا جېمز او د عدالت په جج ارتر اېنګوران نېوکې وکړې.
د ټرمپ خلاف د مقدمې خواست جېمز کړی دی او د هغه خلاف دا فېصله چې په کاروباري چارو کې يې درغلي کړې جج اېنګوران ورکړې ده.
ټرمپ وویل دا ټوله مقدمه "جعلي ده د ګل، دوشنبې، په سهر به عدالت کې ګوروو"
د ټرمپ خلاف مقدمه د کلونو راهسې د جېمز د تحقیقاتو نتیجه ده چې په کې په ټرمپ او د هغه په کمپنۍ الزام لګول شوی په مالي بیانونو کې يې د دولت په اړه زیاتره وخت دروغ ویلي دي.
د مقدمې د شروع کېدو نه مخکې اېنګوران تېره هفته د مقدمې لومړۍ دعوه فېصله کړه او ويې ویل چې ټرمپ د بېنکونو، د بيمې کمپنیو او نورو سره درغلي کړې او کاروباري معاهدو او قرضونو اخیستلو دپاره په کاغذونو کې يې د خپلو اثاثو قېمت د حقیقت نه زیات ښودلی دی.
د ټرمپ خلاف مقدمه کې د هغه دوه لوی زامن، د ټرمپ ارکناېزېشن لوړ رتبه چارواکي او د هغه پخوانی وکيل مایکل کوهن چې اوس د ټرمپ سیال دی، په ګواهانو کې شامل دي.
په مقدمه کې د ټرمپ د بیان ورکولو تمه څو اونۍ وروسته کېږي. د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته د ټرمپ ورتګ د هغه د تېر چلند د ذکر وړ بدلون ليدل کېږي.
یو کال مخکې چې د ټرمپ د کمپنۍ ځینو چارواکو ته په ټېکس کې د درغلۍ په تور سزا ورکول کېدله نو ټرمپ عدالت ته نه و ورغلی.
ټرمپ هغه مقدمې ته هم نه ورغلی چې په لیکوالې ايي جین کېرل د جنسي تېري په تور د هغه خلاف شروع کړی شوې وه.
د ټرمپ خلاف نوي مقدمه د هغه دپاره په کاروباري لحاظ زیات اهمیت لري.
جېمز چې ډېموکرېټ دی، غواړي چې په ټرمپ د ۲۵۰ مېلین ډالرو جرمانه او په نیویارک کې په هغه د کاروبار پابندي ولګول شي.
د اېنګوران د تېرې اونۍ فېصله، که د اپيل عدالت په ځای وساتله، نو د ټرمپ د ځینو کمپنو اختیار به د عدالت ګمارل شوي چارواکي ته منتقل کړي او هغه په مجبور کړي چې په نیویارک کې د ټرمپ ټاور، د وال سټريټ د دفتر وداني، د ګالف د لوبې مېدانونه او د هغه یو جایداد دلاسه ورکړي.
ټرمپ دا فېصله کارپورېټ ډېټ پېنلټي یا کاروباري مرګ سزا بللې.
ټرمپ په ټروت سوشل ولیکل چې د هغه مخالف داسې جج سره مخامخ دی په ذهني لخاط سم نه دی او جعلي مقدمه يې د رېل په شان په داسې رفتار د نیویارک د عدالت نه تېره کړه چې مخکې نه دي لیدل شوی.
ټرمپ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپل پوسټ کې ولیکل چې اېنګوران غیر منصفانه، په "ذهني لحاظ ناروغه" او د هغه دښمني کوي.
د ټرمپ خلاف د جېمز په مقدمه کې به اېنګوران په شپږونو نورو الزاماتو فېصلې لا اوروي چې په کې د سازش، په کاروباري دستاوېزاتو کې دروغ ویل او په بيما کې درغلي شامله ده.
د جېمز دفتر عدالت ته په وروستیو ورځو کې ورکړی شویو دستاوېزانو کې ویلي چې ټرمپ په بې ځایه ډول په خپل دولت کې د درې اشاریه شپږ بېلین ډالرو اضافه ښکاره کړې ده.
ټرمپ د هغه په ضد تورونه ردوي. هغه عدالت ته په حلفیه بیان کې ویلي هغه چې په مالي بیانونو کې څه ويلی د دې څه مطلب ځکه نشته چې دغه دستاوېزانو سره واضاحت دا خبره واضحه کوي چې په دې باور نه شي کېدلی.
ټرمپ او د هغه وکیلان دا دلیل هم وړاندې کوي چې د مالي بیانون دلاسه چا ته څه نقصان نه دی رسېدلی.
هغه له بېنکونو نه اخیستل شوی قرض بېرته ادا کړی. د هغه کاروباري همکارانو منافع ترلاسه کړې او د ټرمپ خپلې کمپنۍ هم ترقي کړې.
د ټرمپ خلاف د جېمز مقدمه د هغه نورو ګڼ شمېر عدالتي لانجو څخه یوه ده چې پخوانی صدر ورسره مخامخ دی او په راتلونکو صدارتی انتخاباتو کې د ودرېدو خواهشمند دی. د مارچ د میاشت راهسې په ټرمپ په څلورو نورو مقدمو کې فرد جرم لګول شوی دی.
اېنګوران ویلي د ټرمپ خلاف وروستۍ مقدمه د ډسمبر د میاشتې پورې چلېدلی شي.
Forum