د منصفانو شورا، جیوري، د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته امر کړی چې د صدارت په مهال د لیکوالې ايي جین کېرل په اړه د سپکاوي د خبرو په سر دې هغې ته 83.3 مېلین ډالر تاوان ورکړي.
کېرل په 2019 کې د ټرمپ خلاف مقدمه شروع کړې وه او دریځ یې دا و چې ټرمپ د هغې دا خبره دروغ بللې وه چې د نونسوه نوي په لسیزه کې هغه د نیویارک په یو دوکان کې په هغې جنسي حمله کړې وه.
هغې د 10 مېلین ډالرو هرجانې غوښتنه کړې وه او دلیل یې و چې د خبریالې په حېث ټرمپ د هغې شهرت ته نقصان رسوولی.
د نهو غړو د منصفانو شورا په نیویارک کې د جمعې په ورځ د ټرمپ خلاف واوروله.
ټرمپ په هغه د لګول شویو الزاماتو خلاف د خپلې دفاع دپاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په عدالت کې خپله ودرېدلی و. هغه وویل د 2019 په خپلو خبرو ولاړ دی او ګڼي چې د کېرل دعوه دروغ ده.
ټرمپ چې د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د موجوده صدر جوبایډن خلاف د ودرېدو خواهشمند دی، د دې نه انکار وکړو چې کېرل یې پېژندله.
ټرمپ د جمعې په ورځ د جیوري د فېصلې په اړه د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت شول وویل هغه اپیل کوي.
هغه فېصله سیاسي انتقام وبللو چې د هغه په قول هدایات یې بایډن ورکوي.
د یو کال نه په کم وخت کې دا دویم ځل دی چې جیوري د کېرل په دعوه فېصله اورولې ده. د تېر کال د می په
میاشت کې د منصفانو بلې شورا فېصله کې وویل ټرمپ کېرل په جنسي توګه زورولي وه.
دغې جیوري ټرمپ پینځه مېلین ډالر جرمانه کړی دی خو ټرمپ د دغې فېصلې خلاف هم اپیل کړی دی.
Forum