لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منتخب صدر ډونلډ ټرمپ د خپل کابینې نور غړي هم اعلان کړي دي، بېنسټ به د خزانی وزیر وي


منتخب صدر ډونلډ ټرمپ جمعې په شپه په یوه بیان کې وویل چې هغه به سکاټ بېسنټ څوک چې د هیج فنډ مدیر/منېجر دی د خزانې د وزیر په توګه وټاکي.

بیسنټ، 62، کلن دی، هغه د کېپټل منېجمنټ هیج فنډ جوړونکی دی او له 1991 راهیسې یي د سوروس فنډ باندې هم وخت په وخت کار کړی.

بېنسټ یو ارب پتی دی او مخکې د ډیموکرېټس ملاتړی پاتي شوي خو بیا د ټرمپ ملاتړی پیل کړی. هغه ویلي چې د امریکا ملي قرض د کمولو لپاره به کار کوي. که تایید شي، هغه به د هیواد لومړی هم جنس پرست د خزانی وزیر وي.

هغه د اګست په میاشت کې بلومبرګ ته ویل چې، دا د ټاکنو دوره د امریکا لپاره وروستی چانس دی چې د پور له دې غره څخه د وتلو لپاره لاره برابره وي، پرته لدې چې یو ډول اروپایی سټایل سوشلیسټ ډیموکراسي شي."

هغه د مالیاتو د کمولو لپاره د ټرمپ د پلان ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د ټرمپ د دویمې دورې په وخت به د محصولاتو بنیادي توګه چین په اړه وي.

په یوه بیان کې، ټرمپ وویل، "سکاټ ته د نړۍ د مخکښو نړیوالو پانګوالو او جیو پولیټیکل او اقتصادي سټریټجېسټ په توګه په پراخه کچه درناوی کیږي."

منتخب صدر ټرمپ د جمعې په شپه اعلان وکړو چې هغه به رسل تورلو وواټ د بودیجې او منېجمنټ د دفتر مشر په توګه وټاکي. وواټ د ټرمپ په لومړي حکومت کې هم پدغه رول کې پاتي شوي دی.

د لېبروزارت د پاره ټرمپ لوری شاویز-ډي ریمر نوم اعلان کړو، څوک چې د اوریګن استازی ده ، چې د ایالت په پنځمه کانګرس ډسټرکټ کې یي د بیا ټاکنو په وخت بیللې.

د جمعې په شپه د هغه وروستی کابینې انتخاب سکاټ ټرنر و چې د کور جوړونې/ هاوسنګ وزیر په توګه به دنده ترسره کوي.

منتخب صدر د جمعې په شپه یو شمیر د صحت/روغتیایی انتخابونه هم وکړل ، د کورنۍ درملو یا فیملي ډاکټر به جینیټ نیشیواټ یې، ډاکټر ډیو ویلډن به د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو ته به لارښوونه کوي او سرجن مارټېن ماکاري به د خوراک او دوایانو اداره چلوي.

ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړو چې هغه د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی الیکس وانګ به د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال په توګه کار کوي.

ټرمپ همداراز سېبسټین ګورکا د وایټ هاوس د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مشر په توګه وټاکه او ویې ویل چې هغه د ملي امنیت په برخه کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG