د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دا الزام رد کړی چې په جورجیا ریاست کې یې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې مداخلت کړی. په دې اړه د ټرمپ په ضد مقدمه کې ټرمپ د بې ګناهۍ اعتراف وکړو.
ټرمپ د خپلې بې ګناهۍ بیان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ورکړو. ټاکل شوې وه چې ټرمپ به اینده هفته په انتخاب کې د مبینه درغلۍ په مقدمه کې په جورجیا ریاست کې عدالت ته حاضرېږي خو د بې ګناهۍ د بیان ورسته به عدالت کې پېشۍ نه کوی.
ټرمپ په هغو ۱۹ کسانو کې شامل دی چې د جورجیا سرکاري وکیلانو پې په صدارتي انتخاب کې د درغلۍ او د ووټونو نتیجه د ټرمپ په ګټه کې د بدلولو الزامات او فرد جرم لګول شوي دي.
د مقدمې د رسمي اورېدنې دپاره نېټه لا نه ده ټاکل شوې او د ټرمپ په شان نورو مدافعینو هم د بې ګناهۍ اعتراف کړی دی.
تېره هفته ټرمپ د نیو جرزي ریاست نه د جورجیا مرکزي ښار اېټلانټا ته ورغلو چې په هغه لګول شویو ټولو ۱۳ الزاماتو په لړ کې ځان د جېل چارواکو ته وسپاري.
ټرمپ ضمانت کړی وی او قانوني تقاضې د پوره کولو دپاره لږ وخت يې په جېل کې تېر کړو، د ګوتو نخښې او د هغه د مخ تصویر یا مګ شاټ یې واخیستل شو.
د امریکې په تاریخ کې ټرمپ وړمبی پخوانی صدر دی چې په جېل لکه د عامو ملزمانو په شان یې مګ شاټ واخیستل شو.
ټرمپ د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوار دی او د جورجیا ریاست په جېل کې اخیستل شوی تصویر چې عنوان یې "هېڅ کله مه تسلیمېږئ" د خپل صدارتي کېمپېن دپاره د پېسې راټولو په غرض د کافي په پیالو، قمېصونو او نورو انتخابې شیانو لګولی دی.
ټرمپ او د هغه ځینې پلویان غوښتنه کوي چې د هغه په مقدمه کې د جورجیا ریاست مشره سرکاري وکیله د فلټڼ ډسټرکټ اټرني فاني وېلېس دې نااهله کړی شي خو دغه ګام باید د جورجیا ریاستي اسمبلي وکړي.
خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جورجیا د ریپبلېکن پارټۍ ګورنر براین کېمپ، چې د ټرمپ دا خبره ردوي چې په جورجیا کې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي ووټونو کې هغه بریالی شوی و، د فاني د مواخذې غوښتنه رد کړه. فاني ډېموکرېټ ده.
کېمپ یوې خبري غونډې ته وویل په داسې سیاسي ډرامه کې به نه ښکېلېږي چې جذبات نور لمبه کوي. هغه زیاته کړه صحیح کار او د ولس د خدمات د سوګند پاسداري به کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum