لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر پوټن په اړه د ډانلډ ټرمپ ورستۍ خبرو تشویش راپارولی


ډانلډ ټرمپ د وایټ هاوس څخه د صدر ولادیمیر پوټن سره په ټیلي فون خبرې اترې هم کړې دي. هغه وویل امریکې او د روس تعلقاتو بهتر کولو په لړ کې دا اهمې خبرې ترې وې
ډانلډ ټرمپ د وایټ هاوس څخه د صدر ولادیمیر پوټن سره په ټیلي فون خبرې اترې هم کړې دي. هغه وویل امریکې او د روس تعلقاتو بهتر کولو په لړ کې دا اهمې خبرې ترې وې

د روس صدر ولادیمیر پوټن په اړه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ورستۍ وینا د کانگرس د ځینې غړو لخوا تشویش راپارولی دی.

د اتوار، یک شنبې، په ورځ د امریکې فاکس ټیلي وژن سره خصوصي مرکه کې ډانلډ ټرمپ وویل غواړي چې د روس سره تعلقات بهتر کړي او د روسي صدر ولادیمیر پوټن سره همکاري وکړي.

صدر ټرمپ وویل هغه د خپل روسي هم منصب احترام کوي. په دې خبره د فاکس ټیلي وژن کوربه بل او رایلي وویل پوټن خو "یوقاتل" دی.

بل او رایلي صدر ټرمپ ته وویل ولادیمیر پوټن په تیرو وختونو کې په خلکو ظلمونه کړې دي نو ددې پس منظر په رڼا کې هغه څه کولی شي چې د روسي صدر دپاره احترام ولري؟ دې خبرې ته ډانلډ ټرمپ وویل "قاتلان خو ډیر دي. دلته هم ډیر قاتلان دي. ستا څه خیال دی چې گني زمونږ ملک معصوم دی؟"

د صدر ټرمپ په دې تبصره د هغه د ریپبلیکن پارټۍ ځینې مشرانو تشویش څرگند کړو. د کانگرس په ایوان بالا کې د ریپبلیکن پارټۍ اکثریتي مشر سینیټر مچ مکانل وویل روس د امریکې او د روس د کردار هیڅ موازنه نشي کیدی. هغه وویل ولادیمیر د کی جي بي پخوانی کارکن او یو "بدمعاش" تن دی.

د امریکې استختباراتي مامورینو ویلي روس د نومبر په میاشت کې د صدارتي انتخاباتو نه وړاندې د ډیموکریټک پارټۍ کمپیوټر هیک کړې وي او دا رنگ يي په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې وه.

د صدارت چوکۍ سمبالولو نه وړاندې په انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې په اړه ډانلډ ټرمپ د استخباراتي ادارو په څرگندونو پوښتنې راپورته کړې وې. که څه هم صدارت ترلاسه کولو ورسته ډانلډ ټرمپ په خپل دغه تشویش کې نرمې راوستې ده خو روس سره د تعلقاتو بهتر کولو خبره اوس هم کوي.

ډانلډ ټرمپ د وایټ هاوس څخه د صدر ولادیمیر پوټن سره په ټیلي فون خبرې اترې هم کړې دي. هغه وویل امریکې او د روس تعلقاتو بهتر کولو په لړ کې دا اهمې خبرې ترې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG