لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه د خپلې حکمنامې دفاع کوي


د امریکې په مختلفو ښارونو کې په زرگونو خلکو د امیگریشن یا مهاجرت د حکمنامې پرضد په هوايي اډو او لارو کوڅو کې احتجاجونه کړې دي او په ځینې ښارونو کې عدالتونو د صدر ډانلډ ټرمپ دغه اقدام ته قانوني خنډان راولاړ کړې دي
د امریکې په مختلفو ښارونو کې په زرگونو خلکو د امیگریشن یا مهاجرت د حکمنامې پرضد په هوايي اډو او لارو کوڅو کې احتجاجونه کړې دي او په ځینې ښارونو کې عدالتونو د صدر ډانلډ ټرمپ دغه اقدام ته قانوني خنډان راولاړ کړې دي

که څه هم د انساني حقونو تنظیمونه، د مسلمانانو ټولنې او په عامه کچه امریکایان يي مخالفت کوي خو صدر ډانلډ ټرمپ د ځینې مسلمان هیوادونو نه امریکې ته په مهاجرت د پابندۍ د خپلې حکمنامي دفاع کوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په ټیویټر خپلو پیغامونو کې ډانلډ ټرمپ وویل د هیواد د امنیت ادارې مامورینو ورته ویلي د حکمنامې سره تړلې د ځینو مسلو پرته هرڅه سم روان دي. هغه وویل ځینې مسلې په هوايي اډه په کمپیوټر کې د خرابۍ او د مظاهره چیانو دلاسه راودریدلې وې.

د جمعې په ورځ جاري شوي حکمنامه کې شام څخه امریکې ته د مهاجرینو په راتگ د څلورو میاشتو پابندي لگول شوي ده. ددې نه علاوه د شام، عراق، ایران، سوډان، صومالیه، لیبیا او یمن نه هم امریکې ته د خلکو په راتگ د ٩٠ ورځو پابندي لگول شوي ده.

د پابندۍ په ترڅ کې د امریکې په مختلفو هوايي اډو گډوډي رامینځته شوه او هغه خلک چې گرین کارډونه یا په امریکا کې د مستقل اوسیدو سندونه يي لرل هم د اضافي تفتیش دپاره نیول شوي وو خو بیا ورسته پریښودل شو.

د امریکې په مختلفو ښارونو کې په زرگونو خلکو د امیگریشن یا مهاجرت د حکمنامې پرضد په هوايي اډو او لارو کوڅو کې احتجاجونه کړې دي او په ځینې ښارونو کې عدالتونو د صدر ډانلډ ټرمپ دغه اقدام ته قانوني خنډان راولاړ کړې دي.

په امریکا کې د مسلمانانو یو تنظیم کیر مشر نهاد اواد ویلي د مهاجرت په اړه حکمنامه د امرېکې د اقدارو پرضد اقدام دی. وي او ای اردو څانگې سره خبرو اترو کې هغه وویل امریکا همیشه د جنگونو او زور زیاتي ښکار خلکو ته په خپله خاوره پناه ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG