لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د سولې اختیار افغان حکومت نا، امریکا یې لري


د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یوې ډلې ته صدر ټرمپ وویل طالبان په خپلو حملو کې هر خوا ته بې گناه خلک وژني نو ځکه ورسره خبرې نشي کیدی. "مونږ نه غواړو چې د طالبانو سره خبرې وکړوو
د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یوې ډلې ته صدر ټرمپ وویل طالبان په خپلو حملو کې هر خوا ته بې گناه خلک وژني نو ځکه ورسره خبرې نشي کیدی. "مونږ نه غواړو چې د طالبانو سره خبرې وکړوو

طالبانو سره د مذاکراتو نه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د انکار په ځواب کې طالبانو ویلي چې د پخوا راهسې یې دا دریځ دی چې افغان حکومت د سولي او د جنگ اختیار نه لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد په انگریزۍ ژبه کې خپور شوي بیان کې وویل "زمونږ د پخوا راهسې دا دریځ دی چې د جنگ او د سولي حقیقي اختیار د کابل حکومت سره نه بلکې د امریکايی یرغلگرو سره دی او د صدر ټرمپ ورستی بیان دا خبره د لمر نه زیاته روښانه کړه."

په کابل کې د پرله پسې خونړي بریدونو ورسته صدر ټرمپ طالبانو سره د مذاکراتو امکان رد کړو او د طالبانو د "ختمولو" ژمنه یې وکړه.

د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یوې ډلې ته صدر ټرمپ وویل طالبان په خپلو حملو کې هر خوا ته بې گناه خلک وژني نو ځکه ورسره خبرې نشي کیدی. "مونږ نه غواړو چې د طالبانو سره خبرې وکړوو. د خبرو وخت ممکنه ده چې وخت به راشي خو دا لا ډیر لرې دی."

مطبوعاتو ته خپل بیان کې د طالبانو ترجمان وویل طالبان به صدر ټرمپ او د هغه "جنگ خوښونکو" ملگرو ته برابر ځواب وايي او د طالبانو نه دې د "گلابونو" امید نه لري. هغه وویل طالبان به جنگ کې نور شدت راولي او د امریکايي ځواکونو تلفات به نور هم زیات کړي.

په موجوده وخت کې طالبانو سره د خبرو په اړه د افغان حکومت نظر هم د صدر ټرمپ د بیان سره نژدې ښکاري.

د افغان صدر ترجمان حسین مرتضاوي وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل "طالبان د سرې کرښې نه تیر شوي دي او د امن موقع یې دلاسه وکړې ده...مونږ به د امن لټون د جنگ په میدان کوو." هغه وویل د طالبانو دپاره سره کرښه د تېرې هفتې ځانمرگي حمله وه چې پکې د ١٠٠ نه زیات کسان ووژل شو او ٢٥٠ زخمیان دي.

د افغانستان دیني عالمانو ترهګریز او ځانمرګي بریدونه په افغانستان او ټوله نړۍ کې حرام وبلل.

دیني علمانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د یوې پراخې غونډې په مهال وویل ځانمرګي او انتحاري حملې د اسلام او د بشریت ضد اعمال دي.

همداراز دیني عالمانو په افغانستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو څخه په کلکه غندنه وکړه اوپه هیواد کې د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو روانه جګړه ناروا او د اسلام خلاف وبلله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG