د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته امر شوی چې د اپرېل د میاشت په ۱۳ نېټه دې په نیویارک کې په مجرمانه الزاماتو یوې مقدمې سره مخامخ شي. دا لومړی ځل دی چې په امریکايي صدر به په داسې ډول الزاماتو مقدمه کولی شي.
یوې فلمې اداکارې ته هغه سره د تعلق په اړه خاموشه پاتې کېدو دپاره د پېسو ورکولو په سر د ټرمپ په ضد دغه مقدمه د هغو څلورو فرد جرمونو څخه یوه ده چې مقدمه به پې د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب نه مخکې شروع شي.
امکان دی چې په صدارتي انتخاب کې به ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ په نامزدګۍ د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن سره مخامخ شي.
د ټرمپ کوښښ وو چې د هغه خلاف د نیویارک مقدمه وځنډېږي خو جج هوان مرچن د ټرمپ کوښښونه مسترد کړل.
جج د ګل، دوشنبې، په ورځ ټرمپ ته مقدمې سره د مخامخ کېدو حکم وکړو.
د ټرمپ د وکیلانو دریځ وو چې مقدمه دې د ډېر وخت دپاره وځنډول شي ځکه چې دوی به په زرګونو پاڼو مشتمل تحقیقاتي دستاوېزات ګوري. یو حکومتي وکیل جج ته وویل زیاتره دغه دستاوېزات غېر متعلقه دي.
د ټرمپ دریځ و چې جج مرچن غېر جانبدار نه دی. هغه وویل نه پوهېږي چې د انتخاباتو په مهال مقدمه څنګه کېدلی شي. هغه زیاته کړه چې دا منصفانه کار نه دی.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات رد کړي دي. د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته د حاضرېدو نه مخکې ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل هېح جرم يې نه دی کړی او دا چې "زمونږ ملک کرپټ" دی.
که ټرمپ سزا کېږي نو کلونه په قېد کې تېرولی شي.
هم د ګل، دوشنبې، په ورځ په نیویارک کې د اپيلونو عدالت ټرمپ ته د ۱۷۵ مېلین ډالرو ضمانت جمع کولو دپاره لس ورځې وخت ورکړو چې دا ډول هغه د درغلۍ په مقدمه کې د هغه خلاف په فېصله اپيل وکړی شي.
Forum