لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د داعش تندروه ډلې پرضد به راروانه اونۍ بریا اعلان کړو


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چار شنبې په ورځ ادعا کړې داعش تندروه ډله به راتلونکې اونۍ پورې د ماتې سره مخ شي او په عراق او شام کې به د خپل کنټرول لاندې سیمې هم د لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې امریکا به د داعش ډلې د بېخه ختمولو په لړ کې امریکايي هڅو ته دوام ورکوي که څه هم فیصله يې کړې چې د شام نه به امریکايي پوځ راوباسي.

د امریکا د صدر د دغه اعلان وروسته چې د شام نه به د امریکا پوځ راوباسي، د قامي سلامتیا لوړ پوړو چارواکو په دغه ګام سختې اندېښنې ښودلې وې.

تیره ورځ (شورو/ چار شنبې) په واشنګټن کې د داعش ډلې پرضد د نړیوالې اتحاديې غړو ته په ډاګه کړه چې داعش تندروه ډلې خود سره خلافت خپل زیاتره کنټرول د لاسه ورکړی.

د نوموړي په وینا کېدی شي په رسمي ډول دغه اعلان راتلونکې اونۍ وکړي چې داعش ته يې سل فیصدي ماتې ورکړې.

امریکايي چارواکو په وروستیو کې ویلي چې داعش ۹۹.۵ فیصده پورې خپل کنټرول د لاسه ورکړی او یواځې په شام کې څو کلومیټره برخې باندې قبضه لري.

خو د صدر ټرمپ د دې ادعاوو سره چې د شام نه امریکايي عسکر وباسي یو شمیر اندېښنې هم رابرسیره کړي. د دغه اندېښنو په ځواب کې صدر ټرمپ د داعش پرضد د نړیوالې اتحاديې غړو ته باور ورکړی، ګر چې هغه د پوځ د ویستلو فیصله کړې خو بیا هم د داعش ډله خطرناکه ده او دوي به د دغې ډلې د بېخه ختمولو لپاره کوښښونه جاري ساتي.

د صدر ټرمپ د خبرو وړاندې د داعش پرضد اېتلاف یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړې وه.

په اعلامیه کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې د داعش ډلې په ضد د پوځي عملیاتو، د هغوی د پروپیګنډې د مخنیوي، د مالي سرچینو د تړلو، د بهرنیو ترهګرو د څارنې او په داعش ځپلو سیمو کې د ارامۍ او اقتصادي مرستو تفصیلي حال ورکړی شوی دی.

اعلامیه وایي، په عراق او شام کې ۳۲ اتحادي هېوادونو د داعش په ضد په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې. په عراق کې له داعش نه ټوله سیمه او په شام کې ۹۹ فیصده خاوره ترې بیرته اخیستل شوې ده.

اعلامیه وایي، د داعش د مشر البغدادي نیزدې ټول مرستیالان د جنګ له میدانه وړل شوي دي او زیاتوي چې د جګړې لپاره د داعش وزیران، د اطلاعاتو، خزانې، د ګېس او تېلو او د نورو بهرنیو ګټو وټو لارې او کارکوونکي یې ختم کړي دي.

د داعش ډلې د پروپیګنډې په ځواب کې اعلامیه دعوه کوي چې داعش د ایتلاف له خوا په انټرنیټ باندې د سختو او منظمو بندیزونو سره مخ دی. د ایتلاف د اړیکو ټینګولو څانګه وخت په وخت د غړو هېوادونو استادان، رسنۍ او د ټیکنالوجي د شرکتونو د مشرانو غونډې کوي، چې څنګه د ترهګرو آنلاین پیغامونه ختم کړي او په ځواب کې یې مثبته بیانیه وړاندې کړي.

اعلامیه وایي اتحادي هېوادونه د لندن او ابوظبۍ نه د داعش د پروپیګنډې د مخنیوي هڅه کوي. وایي د ۲۰۱۵م کال له اګست میاشتې ټویټر د ترهګرو ۱.۲ میلینه اکاونټونه ختم کړي دي. ایتلاف د داعش په ځواب کې په عربي، فرانسوي او انګرېزي ژبه کې پیغامونه خپروي.

د داعش د مالي سرچینو د تړلو په لړ کې اتحادي هېوادونه وایي، چې د ترهګرې ډلې د ګټې وټې لارې یې تباه کړې او په هوایي بریدونو کې یې د دې ډلې د انرجۍ اثاثې په نخښه کړې دي. دغه شان اتحادي هېوادونه د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې په غیر قانوني توګه له خلکو نه د مالیو ټولولو توان کم کړی دی.

اعلامیه وایي، په سعودي عربستان کې د اتحادي هېوادونو دفتر له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره هڅې کوي. همدغه شان د اتحاد یوه بله ډله کوشش کوي چې داعش ډله مالي مرستې تر لاسه نه کړي او د غیرقانوني پیسو (د تورو پیسو) د راکړې ورکړې په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي کړي.

اعلامیه زیاتوي چې عراق او شام ته د تلونکو بهرنیو ترهګرو تګ اوس ډېر کم شوی دی. همدارنګه وایي چې د ملګرو ملتونو له خوا د جوړ شوي قانون او د استخباراتي معلوماتو شریکولو له امله د داعش ډلې د پیسو پیدا کولو توان هم ډېر کم شوی دی. د بهرنیو ترهګرو په اړه وایي چې امریکا اوس د ۷۲ بهرنیو همکارانو سره د مشکوکو ترهګرو سفري معلومات شریکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG