لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ لخوا د بیړني حالت د اعلان امکان او په اړه یې توضیحات


په داسې حال کې چې د امریکا د مرکزي حکومت جزوي بندیز دا دی درېیمې هفتې ته رسیږي، صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې هغه به خپل هدف ته د رسیدو په خاطر، چې د مکسیکو پر سرحد د دېوال جوړول دي، په ملک کې بیړنی حالت اعلان کړي.

د امریکا د قانون له مخې به د دغسې بیړني حالت اعلان، څومره ممکن وي او صدر ټرمپ به له څه چلینجونو سره مخ کړي؟ دغه ټکي به یو په یو لاندې تاسو ته واضحه کړو:

آیا له ټرمپ سره د بیړني حالت د اعلان اختیار شته؟

لنډ ځواب یې دا دی چې: هو، هغه د قانون له مخې دغه کار کولای شي.

د صدر په توگه، ډانلډ ټرمپ دا واک لري چې په قامي کچه بیړنی حالت اعلان کړي، خو د دغسې حالت په اعلانولو سره بیا ممکن هغه پراخ اختیارات ورسره نه وي کوم چې په بیړني حالت کې له یو صدر سره وي.

په کال ١٩٧٩ کې، د امریکا کانگرېس د قامي بیړني حالاتو قانون منظور کړ چې د هغه له مخې، کانگرېس کولای شي د صدر لخوا اعلان شوي بیړني حالات وڅاري. د دې قانون پر اساس، ټرمپ باید د هغو بیړني اختیاراتو په هکله چې غواړي ویې کاروي، کانگرېس او خلک خبر کړي.

همدا راز کانگرېس ته په کار ده چې بیا په هرو شپږو میاشتو کې یوځل بیړني حالت ته کتنه وکړي او د دوام منظوري یې ورکړي.

آیا امریکا کې اوس رښتیا حالات بیړني دي؟

صدر ټرمپ ویلي چې د امریکا جنوبي سرحداتو ته د ډله ډله مهاجرو رسیدل، یو بشري او قامي بیړنی حالت دی. ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ زیاته کړه چې امریکا ته "جنایتکاران او انساني قاچاقبران راروان دي، مخدر مواد راروان دي، او داسې څه کیږي چې فکر یې هم نشئ کولای."

د ټرمپ انتظامیې دا هم یادونه کړې چې گني له مکسیکو څخه امریکا ته ترهگر راځي. خو منتقدین بیا وایي هیڅ داسې کومه نښه نښانه نشته چې د سرحد پر غاړه راغونډ شوي مهاجر دې هغه څه وي چې انتظامیه یې یادونه کوي.

په بیړني حالت کې به د دېوال جوړولو پیسې له کومه راشي؟

که صدر ټرمپ په امریکا کې قامي بیړنی حالت اعلان کړي، هدف به یې د مکسیکو پر سرحد د دېوال جوړول وي، چې اوس یې کانگرېس د جوړولو دپاره، پیسې نه منظوروي. ټرمپ له کانگرېس څخه د دې دېوال د جوړېدو دپاره، د خواوشا پنځه بیلینه ډالرو غوښتنه وکړه.

په بیړني حالت کې به د مکسیکو پر سرحد د دېوال جوړولو دپاره پیسې پیدا کول، ممکن لږ څه د چال خبره وي.

یوه لاره به یې دا وي چې په بیړني حالت کې، د پوځي بیړني حالت د قانون په گټه اخیستو، د پوځ له اخراجاتو پیسې واخیستل شي. دا قانون دفاع وزیر ته اجازت ورکوي چې د کانگرېس له اجازې بغیر، د منصوبو د جوړولو امر وکړي.

کانگرېس به څه وکړای شي؟

د امریکا د قانون له مخې، د صدر لخوا د قامي بیړني حالت د اعلانیدو په صورت کې، که د کانگرېس دواړه ایوانونه د هغه پرخلاف رایه ورکړي، بیا نو دغه بیړنی حالت لغوه کیږي.

خو اوس مهال د کانگرېس یو ایوان کې ډیموکراتان او په بل کې ریپبلیکنان اکثریت دي، نو دا به ډېره سخته وي چې د ټرمپ د خوا کوم اعلان شوی بیړنی حالت دې د کانگرېس په دواړو اېوانونو کې نامنظور کړای شي.

د کانگرېس ترڅنگ، عدالت کې هم د بیړني حالت اعلانیدل، چلینج کیدای شي، معنا دا چې که ټرمپ په قامي کچه بیړنی حالت اعلان کړي، نو په خلاف یې کیدای شي چې گڼ شمیر مقدمې په عدالت کې درجې شي، او صدر به بیا له مقدمو سره لاس او گرېوان وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG