لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ غواړي د هغه په ضد په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ مقدمه دې بل جج واوري


ټرمپ د سماجي رابطې په خپله ټروت سوشل نومې پلېټ فارم وویل دا هېڅ امکان نه لري چې هغه جج چې د هغه مقدمه ورسپارل شوي انصاف به وکړي. د ټرمپ اشاره د یو اېس ډسټرکټ ججې ټانیا چټکن ته وه چې د هغه مقدمه اورېدل وسپارل شوي دي
ټرمپ د سماجي رابطې په خپله ټروت سوشل نومې پلېټ فارم وویل دا هېڅ امکان نه لري چې هغه جج چې د هغه مقدمه ورسپارل شوي انصاف به وکړي. د ټرمپ اشاره د یو اېس ډسټرکټ ججې ټانیا چټکن ته وه چې د هغه مقدمه اورېدل وسپارل شوي دي

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ غوښتلي چې د هغه په ضد د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلۍ د سازش مقدمه دې بل جج واوري.

ټرمپ دغه غوښتنه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وکړه. د وي او ای د رپورټ ترمخه، ټرمپ وايي ګڼي چې د مقدمې جج به منصفانه نه وي نو ځکه دې تبدیل کړی شي.

ټرمپ دا غوښتنه هم کړي چې د هغه مقدمه دې د واشنګټن نه بل ښار ته منتقل او د منصفانو د شورا غړي یا جیوررز دې د رجسټر شویو ووټرانو څخه منتخت کړی شي. په واشنګټن کې اکثریت خلکو د ټرمپ خلاف ووټونه ورکړي وو.

ټرمپ د سماجي رابطې په خپله ټروت سوشل نومې پلېټ فارم وویل دا هېڅ امکان نه لري چې هغه جج چې د هغه مقدمه ورسپارل شوي انصاف به وکړي. د ټرمپ اشاره د یو اېس ډسټرکټ ججې ټانیا چټکن ته وه چې د هغه مقدمه اورېدل وسپارل شوي دي.

روېټرز خبري اداره وايي په واشنګټن کې يې یو اېس ډسټرکټ یا عدالت سره د ردعمل معلومولو دپاره رابطه وکړه خو جواب يې ترلاسه نه شو.

چټکن د ټرمپ هغو ټولو ۳۸ پلویان ته د قېد سزاګانې اورولې دي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د یرغل په لړ کې د هغې عدالت ته وړاندې کړی شوي وو. په دغو کې څلور مقدمې داسې هم وې چې سرکاري وکیلانو په کې مدافعیو دپاره د قېد هېڅ سزا هم نه وه غوښتې.

د امریکايي مطبوعاتو ترمخه کومو ۲۴ ججانو ته چې د جنورۍ د شپږمې نېټې په اړه مقدمې لېږل شوې وې چټکن په سزاګانې اورولو کې تر ټولو سخته وه.

د منصفانو وفاقي شورا یا فېډرل ګرېڼډ جیوري د نهې، سه شنبې، په ورځ د انصاف وزارت د خصوصي وکیل جېک سمېت په ټرمپ د څلورو مادو فرد جرم یا انډاېټمنټ تاید کړو.

د ۴۵ صفحو په انډایټمنټ یا فرد جرم کې وېل شوي چې ۷۷ کلن ټرمپ په مبینه توګه د امریکې سره په درغلۍ، د نورو خلکو حقونه د دړکو سره په مخامخ کولو او د کانګرس کار په ودرولو کې بوخت و. ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي. هغه د زیارت/پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې فېډرل عدالت ته حاضر شو او د جج په وړاندې یې د بې ګناهۍ اظهار وکړو.

د ټرمپ یو وکیل جان لورو د اتوار، يکشنبط، په ورځ په ټېلې وژن مباحثو کې وویل چې د پخواني صدر مقدمه دې د واشنګڼ نه وېسټ ورجینیا ریاست ته منتقل کړی شي. د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د بایډن په مقابل کې ۶۸ فیصد نه زیات ووټونه اخیستي وو.

په واشنګټن کې بایډن ۹۲ فیصد ووټونه اخیستي وو.

د چټکن په شمول نورو ججانو مقدمې د منتقل کولو خواستونه رد کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن برېډمایر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG