لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: سي ايي ای به مې د خاشقجي د وژنې په اړه رپورټه خبروي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د سعودي خبریال جمال خاشقجي په اړه د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای تیار شوي رپورټ په اړه لا ورته معلومات نه دي ورکړی شوي. نوموړي زیاته کړې د خالي په ورځ ناوخته به په دغې معامله خبرول کیږي.

د خالي په ورځ په واېټ هاوس کې خبریالانو سره دخبرو په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ نن ورځ به د سي ايي ای سره په دغې او په یو شمیر نورو معاملو خبرې اترې کووم. د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو سره به هم ورسته خبرې کووم.٬٬

د امریکا استخباراتي ادارې (سي ايي ای) ويلي دوي ګڼي چې د سعودي عرب خبریال جمال خاشقجي د ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

رويټرز خبري ادارې د سرچینو له خوا ویلي سي ايي ای د امریکا د حکومت سره کانګرس ته د خپلې ارزونې احوال تېر کړی کوم چې د سعودي عرب د حکومت د څرګندونې سره په تضاد کې دی چې ګنې ولی عهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې لاس نه لري.

د سي ايي ای دغه خبر چې له دې وړاندې واشنګټن پوسټ اخبار هم خپور کړی وو او پکې ويل شوي وو، دا خبره یقیني ده چې د سعودي عرب واکمن د خبریال د وژنې نېغ په نېغه ويلي دي.

په واشنګټن کې د سعودي عرب د سفارتخانې وياند دغه ادعا ناسمه بللې ده، او ويلي يې دي دوي په دغه اړوند ډېرې اوازې اوري.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرې ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرګ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG