لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په پېښور کې د پوليس سپاهي د وژلو زمه واري منلې


د پېښور پوليسو ویلي، د ايليټ فورس يو سپاهي محمد ابرار چې د ډيوټۍ نه کور ته روان وو د ترناب چوکۍ په حدودو کې پرې نامعلومه شرخوښو ډزې کړي او وژلی یې دی. تحریک طالبان پاکستان د پوليس وژلو زمه واري منلې ده
د پېښور پوليسو ویلي، د ايليټ فورس يو سپاهي محمد ابرار چې د ډيوټۍ نه کور ته روان وو د ترناب چوکۍ په حدودو کې پرې نامعلومه شرخوښو ډزې کړي او وژلی یې دی. تحریک طالبان پاکستان د پوليس وژلو زمه واري منلې ده

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو ضد د پټو مالوماتو په اساس عمليات کړي او ترهګرو سره په نښته کې دوه مطلوبه ترهګر وژل شوي دي.

د پېښور پوليسو ویلي، د ايليټ فورس يو سپاهي محمد ابرار چې د ډيوټۍ نه کور ته روان وو د ترناب چوکۍ په حدودو کې پرې نامعلومه شرخوښو ډزې کړي او وژلی یې دی. تحریک طالبان پاکستان د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.

نن د ګل په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي د ټانک ضلعې پټهان کوټ سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع د استخباراتي معلوماتو په اساس پوځي عملیات ترسره شوي دي.

پټهان کوټ سیمه د ټانک ضلعې مرکزي ښار نه پینځه کيلومیټره لرې شمال ختیځ د بنو سړک د پاڅه موقعیت لري.

ټانک پولیس دا پېښه تایید وي او وایي امنیتي عسکرو سره د ډزو په تبادله کې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي دي

د ټانک پولیسو مشر ډي پي او، وقار احمد د دفتر چارواکو وي او اې ډیوه ته وویل عملیاتو کې د وژل شوو وسله والو پېژندکلو د مولوي کریم او شعېب په نومونو شوې چې د کوټ پټهان سیمې ځایي اوسېدونکي دي او د ناامنۍ په پېښو کې امنیتي ادارو ته مطلوب وو.

په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هم څه زیان رسیدلی دی که نه، خو امنیتي سرچینې وایي چې اوس هم په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

پرون د یکشنبې په ورځ ډېره اسماعیل خان کې په پوځي عملیاتو کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

ټانک او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې د وسله والو د وژنې دا دعوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 28 اپریل د پاکستان پوځ د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت سيمه کې د ترهګرو په درېو بريدونو کې د درېو پوځيانو د وژل کېدو تاييد کړی او دعوه یې کړې وه چې د پوځ لخوا هم په سیمه کې اووه ترهګر وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده چې په دې بریدونو کې داکثرو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

اوړمه ورځ په لکي مروت کې د امن دپاره او د ترهګرۍ په ضد احتجاجي مظاهره شوې وه او مظاهره چیانو ویلي وه دوی خپله خاوره ناامنۍ ته نه پریږدي او د امن غوښتنه کوي.

احتجاج کوونکو په لکي مروت او د صوبې نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې د ترهګرۍ د پېښو په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي یې وو تر دې وروسته چې چرته هم د پښتنو په خاوره کې د ترهګرۍ پېښه کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت وهي.

د پاکستان پوځ او حکومت تېره میاشت منلې وه چې ترهګرو سره نرمې رویې دوي یو ځل بیا منظم کړي دي او نتیجه یې د تازه بریدونو په شکل کې مخې ته راغلې ده.

حکومت او پوځ بيا بيا تکراروي چې د ترهګرۍ پرضد جګړه روانه ده او د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به دغه جګړه روانه وي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG