لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس انتخابونه په واشنګټن کې بحثونو ته نوی شکل ورکولی شي


د 42 ميلين نه زيات خلکو د وړاندې خپلې رای لا خو پخپله په پولېنګ سټيشنو کې اچولې دي او لا يې د ډاک په زريعه لېږلې دي
د 42 ميلين نه زيات خلکو د وړاندې خپلې رای لا خو پخپله په پولېنګ سټيشنو کې اچولې دي او لا يې د ډاک په زريعه لېږلې دي

نهه، سه شنبه، په امريکا کې د انتخابونو ورځ ده او په ميلينونو امريکايان به د کانګرس په ټاکنو کې خپلې رای ورکوي چې د کانګرس نوی مخ به راښکاره کوي. دا به د ولسمشر جو بايډن د واک د راروانې نيمې مودې او د سياست په حقله نوي بحثونه رامنځ کړي

په انتخابونو کې د ايوان نمايندګان 435 څوکۍ په داو لګېدلې دي او هم دغه شان ورسره د سينټ په سلو څوکو کې 35 څوکۍ هم دي.

د 42 ميلين نه زيات خلکو د وړاندې خپلې رای لا خو پخپله په پولېنګ سټيشنو کې اچولې دي او لا يې د ډاک په زريعه لېږلې دي.

ځينې څېړونکي وايي د دې ځل د مينځ محاله انتخابونو شماره به د کال 2018 د انتخابونو نه زياته وي په کوم کې چې 115 ميلين خلکو رای اچولې وې.

که هر څو هم ډېر لږ اکثريت يې دی خو ډيموکريټک ګوند دا وخت د دواړو ايوانونو واک په خپل لاس کې لري خو د انتخابونو نه وړاندې نتيجې ښايي ريپبلېکن ګوند به ايوان نمايندګان اکثريت وګټي او ممکن ده چې په سينټ کې هم اکثريت تر لاسه کړي.

د څېړونکو په خيال دا به پخوانی حالت بدل کړي چې په يو ايوان کې به د يو ګوند اکثريت و او بل کې د بل ګوند او کم نه کم په يو چيمبر کې به يو ګوند و او په وايټ هاوس کې به بل ګوند واکمن و.

د انتخابونو د څار يوه څېړنيزه اداره پايو ترټي ايټ ډاټ کام وايي امکان دی ريپبلکن ګوند به 55% د سينټ او 83% د ايوان نکايندګان څوکۍ وګټي چې د ډيموکريټس نه د ايوان واک په خپل لاس کې واخلي.

ياده اداره دعوه کوي ريپبلکن ګوند به په ايوان کې ديارلس څوکۍ واخلي چې يو ځل بيا د 210 په مقابله کې 225 څوکۍ تر لاسه کړي او په سينټ کې به د ډيموکريټس د 49 په مقابله کې 51 سيټونه وګټي چې د کال 2023 د صدارتي انتخابونو د پاره به ورته لاس بری ورکړي.

يوه بله د څار اداره رييل کلير پولېټېکس ډاټ کام د ريپبلکن ګوند په ګټه وايي ياد ګوند به درې د سينټ څوکۍ تر لاسه کړي او په ايوان کې به د څوارلس نه تر دوه کم څلويښت پورې سيټونه وګټي.

په تازه سروی کې پيو ريسرچ سنټر ويلي د درې برخو نه زياتو ووټ اچونکو امريکايانو ويلي د انتخابونو نتيجې به د اقتصادي حالت په بنياد وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG