لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکې به د افغانستان، پاکستان د شرمشرانو د غونډې کوربه وي


افغان صدر حامد کرزۍ به د خپل پاکستاني هم منصب اصف علي زرداري سره انکر، ترکي، کې وینې
افغان صدر حامد کرزۍ به د خپل پاکستاني هم منصب اصف علي زرداري سره انکر، ترکي، کې وینې
د افغانستان صدرحامد کرزۍ او د پاکستان صدرآصف علي زرداري به د ترکې په کوربه توب د ترکې انکره ښار کې د نهې او د گل په ورځ خبرې اترې کوي.
د فرانس ای ایف پي خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ترکې صدر عبدالله گل، د پاکستان اصف علي زرداري او افغان صدر حامد کرزۍ به د امنیت په مد کې د افغانستان او پاکستان په منځ کې د همکارۍ زیاتولو په موضوع خبرې اترې کوي.
انکره کې د افغان او پاکستان مشرانو کیدونکې لیده کاته به د کال ٢٠٠٧ راهسې د پاکستان او افغانستان شپږمه د سر مشرانو غونډه وي چې ترکې به يي کوربه توب کوي او مقصد يي د ترهگرۍ خلاف د دواړو همکاري سیوا کول دي.
ترکې کې غونډه به په داسې مهال کیږي چې د افغان او پاکستاني چارواکو د یو بل خلاف الزامات لگولې دي.
د زیارت په ورځ د افغانستان د استخباراتو مشر اسدالله خالد په ځانمرگي برید کې زخمي شو. افغان صدر حامد کرزۍ د حملې په حقله وویل چې منصوبه سازي يي پاکستان کې شوې وه او لوې لاسونه پکې کې ککړ وو.
پاکستان په ځواب کې د ښاغلي کرزي وینا رد کړه.
ای ایف پي وايي د انکره په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورستۍ لانجې په حقله هم خبرې اترې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG