لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکي خارجه وزیرانو غونډه


د ترکي صدرعبدالله گل، افغان صدرحامد کرزۍ او د پاکستان صدر اصف علي زرداري
د ترکي صدرعبدالله گل، افغان صدرحامد کرزۍ او د پاکستان صدر اصف علي زرداري
د ترکي سرښار انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکي صدرانو د درې اړخیزه غونډې نه یوه ورځ وړاندې د نهې په ورځ د درې واړو هیوادونو خارجه وزیران لیده کاته کوي او افغانستان کې د امن سرسره په یوشمیر موضوعاتو خبرې اترې کوي.
د افغانستان خارجه وزیر زلمی رسول، د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر او د کوربه هیواد ترکي خارجه وزیر احمت داوتوگلو افغانستان کې دامن په عمل او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ په سیوا کولو غور کوي.
د شورو په ورځ به د درې واړو هیوادونو صدران او پوځي او استخباراتي چارواکې غونډه کوي.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري به د نهې په ماښام د فرانس سرښار پیرس نه انقرې ته رسیږي. انقره کې به د ترکي صدرعبدالله گل، افغان صدرحامد کرزۍ او د پاکستان صدر اصف علي زرداري د ماسخوتن ډوډۍ په یواځائې خوري.
درې واړه د سرمشران به افغانستان کې د امن د مزاکراتو په عمل او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو خبرې اترې کوي او بیا به مشترکه خبري کافنرنس ته وینا هم کوي.
د افغانستان او پاکستان په همکارۍ په داسې مهال خبرې اترې کولی شي چې تيره هفته دافغانستان داستخباراتي ادارې مشراسدالله خالد يو ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې هغه ژوبل شوى ؤ، که هر څو دپاکستان خارجه وزارت په يو بيان کې په ښاغلي خالد ددغه ځانمرگي بريد غندنه او دترهه گرۍ دخطرې په گډ ډول دمقابلې کولو دارادې څرگندونه کړې وه خو يوه ورځ وروستو افغان صدر حامد کرزي په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ادعا کړې وه چې په اسدالله خالد ددغه ځانمرگي بريد پلان دپاکستان دبلوچستان صوبې په کوئټه ښار کې جوړ کړل شوى ؤ.
که هر څو ددغه پيښې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې خو افغان صدر حامد کرزي په دغه بريد کې دطالبانو دلاس لرنې دامکان دردولو په ترڅ کې وئيلي وؤ په دغه بريد کې لويې او پيشه وارانه لاسونه ککړ دي او مونږ هيله لرو چې دپاکستان حکومت به په دې اړه مونږ ته سم معلومات راکړي او په سنجيده ډول به راسره همکاري وکړي ، ترڅو په دې اړه زمونږ شکونه له مينځه لاړ شي.
صدر کرزي په ډاگه کړې وه چې په اسدالله خالد دترسره شوي ځانمرگي بريد معامله به دترکي ددورې په مهال پاکستاني چارواکو سره راپورته کوي.
دسفارتي سرچينو ترمخه غونډه کې به دپاکستان ، ترکي او افغانستان صدران طالب جنگيالو سره دامن مذاکراتو په بيلا بيلو اړخونو تفصيلي بحث کوي.
غونډه کې به په ځانگړې توگه دافغان امن عمل دبرياليتوب لپاره دپاکستان په کردار هم خبرې اترې کولى شي.
دافغانستان حکومت او امنيتي شورا سره دطالب جنگيالو دمذاکراتو ميز ته دراوستلو په غرض پاکستان اوس اوس دمينځنۍ کچې خواؤشا ١٣ طالب مشران دخپلو بندي خانو څخه خوشې کړي وؤ.
که هر څو دافغانستان امنيتي شورا او طالبانو دنورو طالب جنگيالو دخوشې کولو غوښتنې هم کړي وؤ، تيره مياشت پاکستاني چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دنورو طالب مشرانو دخوشې کولو انحصار به په دې خبره وي چې دغه خوشې کړل شوي طالب جنگيالي په امن عمل کې څه مثبت کردار ادا کړل شي.
امريکائي چارواکو هم دافغان امن عمل دپرمخ بوتللو په خاطر دپاکستان له لوري ددغو طالب جنگيالو دخوشې کولو دگام ستائينه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG