لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خونړۍ حملې ورسته، د استنبول هوايي اډه پرانستل شوې


په اتاترک انټرنیشنل ایرپورټ حمله کې په وژل شوو کسانو کې گڼ شمیر غیرملکیان هم شامل دي
په اتاترک انټرنیشنل ایرپورټ حمله کې په وژل شوو کسانو کې گڼ شمیر غیرملکیان هم شامل دي

د استنبول په اتاترک انټرنیشنل ایرپورټ باندې د خونړۍ ځانمرگي حملې ورسته هوايي اډه بیا پرانستل شوي او هلته نه پروازنه د معمول په ډول شورو شوي دي. په هوايي اډه حمله کې ۴١ وژل شوي او د ٢٠٠ نه زیات نور کسان زخمیان دي.

"زمونږ هوايي اډه پروازونو ته د تگ راتگ دپاره پرانستل شوي ده،" د ترکي وزیراعظم بینالي یلدیریم د شورو، چارشنبې، په ورځ وویل.

درې ځانمرگي حمله کونکو د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته په هوايي اډه حمله وکړه.

په سمدستي توگه چا د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې خو ښاغلي بینالي وویل ابتدايي شواهد داعش د ککړتیا نخښې نښاني ښايي. سږ کال داعش ددې نه وړاندې په استنبول کې دوه نورې حملې هم کړې دي چې په ښار کې د سیاحت مرکزونه پکې په هدف کړی شوي وو.

کرد باغي ډله پي کی کی هم ځانمرگي حملې کوي چې زیاتره پکې امنیتي ځواکونه په نخښه کولی شي. دا میاشت د پولیس په یو بس حمله کې ١١ کسان ووژل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG