لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوردګان د ناکامه کودتا وروستو انتقامی فیصلې کولی شي:څیړنکاران


turkey coup tank
turkey coup tank

څیړنکار ډیوډمیک زیاتوي په ترکي کې د حکومت په حق کې راوتلي خلک یواځې د اردګان مرستیالان نه وو. په دغو کې د ترکي سیاسي ګوندونو او حکومت مخالفه ډلو کسان وو څوک چې د پوځي حکومت پرضد دي.

ترکي کې تیره ورځ ناوخته دترک پوځ يوې ډلې لخوا دحکومت دتختې اړولو ناکامه هڅې وروستو څیړنکاران ګنړي په دغه هیواد کې سیاسي حکومت له خوا د مخالفینو پرضد انتقامي فیصلو اندیخنې موجودې دي.

د امریکا خارجه وزارت کې د نژدی ختیځ اړیکو پخواني ناېب سیکتر ډیوډ میک واېس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د ترکي په حالاتو یوه ځانګړي مرکه کې وېلي د پوځي کودتا ناکامه کوشش وروستو به په دغه هیواد کې لویو سیاسي فیصلو په خاصه توګه د داعش پرضد جګړه کې سختې فیصلې کول ګرانې شي.

واېس اف امریکا ډیوه سره د ترکي په حالاتو یوه ځانګړی مرکه کې ښاغلي ډیوډ وېلي:٫٫ که څه هم اردګان د یو خه مشر جوړیدو نه ډیر لری دی خو هغه د پوځي حکومت په مقابله کې یو غوره انتخاب دی. که چری په ترکي کې پوځي حکومت راځي نو دا به د ترکیانو لخوا جمهوریت لپاره ورکړی شوې قربانۍ د منځه یوسي٬٬.

د امریکا دغه پخوانې سفارتکار واېي د جمهوریت په اړه د ترکي د خلکو فکر هغه هیوادونو د اولس په مقابله کې جلا دی چرته چې پوځي کودتا شوي کامیابې شوي او اوس پوځي حکومتونه دي. ښاغلې ډیوډ زیاتوي دا مهال د ترکي د راتلونکي اندازه لګول ګران دي خو د کودتا وروستو د اردګان حکومت لخوا د خپلو مخالفینو پرضد کمپاېن جاېز دی.

په ترکي کې میشت یو خبریال او لیکوال مصطفی اکیول د ترکي په حالاتو ډیوه ریډیو ته بیا ويلي د خودسره اسلامي ریاست یا داعش پرضد روانه جګړه به نه بدلیږي. دغه لیکوال زیاتوي:٫٫ په ترکي کې د جمهوري حکومت پرضد پوځي کودتا وروستو به اوس حکومت مخالفین نیول کیږي او دغه به حالات نور هم سنجیده کوي٬٬.

ښاغلې مصطفی وايي د ترکي صدر اوردګان د تیری ورځې د کودتا وروستو په خلکو کې نور شهرت موندلی. د هغه طاقت او واک اختیار به نور هم سوا کیږي او دا به کتل وي چې اوردګان دغې هر څه ته څنګه ځواب ورکوي.

ترکي کې دجمعې په ورځ ناوخته دترک پوځ يوې ډلې دحکومت دتختې اړولو هڅه کړې وه، خو دغه هڅه ناکامه شوې او په سلګونو پوځيان نيول شوي دي. په دغه مهال دترک ولس لخوا ددغه بغاوت په ضد سخت مخالفت مخې ته راغلى او په لويې شمير کې خلک ددې په ضد سړکونو ته راوتلي، خلکو پوځي ټينکونه او ګاډي په شاتګ مجبور کړيدي.

ترک صدر دهغه دحکومت دتختې اړولو ددغه کوشش په ضد اولس ته سړکونو ته دراوتلو وينا کړې وه. ترکي دترهه ګرۍ دمخنيوي جګړه کې دامريکا نزدې ايتلافي هيواد دى او اوس اوس عراق او شام کې دداعش نخښه کولو لپاره امريکايي ځواکونو دترکي انجرلک فضايي اډه کارولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG