لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترکي پارلیمان لېبیا ته د عسکرو لېږلو منظورې ورکړې


د ترکي پارلېمان یو قانون منظور کړی چې له مخې به یې په طرابلس کې په نړیوال توگه پیژندل شوي حکومت د ملاتړه لپاره عسکر لیږل کېږي.

د ترکي د پارلیمان غړو د زیارت /پنجشنبې په ورځ دغه قانون د 184 په مقابله کې د 315 رایو سره منظور کړو. د اپوزیشن ډیر گوندونو د دغه قانون یا بل پرضد رایه ورکړه.

د لېبیا حکومت د وزیر اعظم فایض السراج په مشرۍ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوان نه د ملاتړ غوښتنه کړې وه ځکه چې د هیواد ختیځ ته د جنرال خلیفه هفتر د ځواکونو د عملیاتو مخه ونیسيچې د روس، مصر ، متحده عرب اماراتو، او اردن لخوا ملاتړ کیږي. د امریکاولسمشر ډانالډ ټرمپ اردوان ته لېبیا ته د عسکرو نه لیږلو مشوره ورکړې ده.

د ترکي پارلېمان د زیارت په ورځ په لوې اکثریت سره د دغهقانون منظورې ورکړه چې حکومت ته اجازه ورکوي چې د لېبیا نړیوال پیژندل شوي حکومت ملاتړ لپاره عسکر ولیږي.

مصطفی سینټوپ چې د ترکي د پارلیمان سپیکر دې د نتیجو اعلان وکړو.

" د صدراتي بل یا قانون د (3//1044) کې ټولې کارول شوي رایي 509 دي. د دغه قانون په حق کې325 او په مخالفت کې 184 رایی کارول شوي دي".

دا اقدام وروسته له هغې شوې چې د لیبیا وزیر اعظم فیاض السرج په مشرۍ کې د دغه هېواد حکومت د انقرې نه د ملاتړ غوښتنه وکړه چې د جنرال خلیفه هفتر ځواکونو چې د ختیځ لیبیا کنټرول لري د برید مخه ونیسي.

اردوان او سراج په دې وروستیو کې یو تړون لاسلیک کړ چې انقرې ته اجازه ورکوي چې د 2014 کال راهیسې جگړه ځپلي هیواد ته پوځي مرسته واستوي.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي ،
" موږ د طرابلس حکومت ته هر ډول ملاتړ ورکړې او ملاتړ به ورکوو چې د عربي هیوادونو او اروپایانو لخوا د ملاتړ شوي جنرال چې د حکومت تخته نسکور کول غواړي پر وړاندې جنگېږي".

انقره دلیل لري چې د لیبیا حکومت ته گواښونه په سیمه کې د ترکیې امنیت او سولې ته زیان رسوي. اردوان په شام کې د پوځي یرغل لپاره دغه دلیل کارولې وو. دغه وروستی اقدام د ترکیې د زیتیدونکي نفوذ په لور د یو گام په توگه کتل کیږي.

د امریکا او ترکي ولسمشرانو تیره میاشت واشنگټن ته د اردون د سفر پر مهال په لیبیا خبرې کړې وې. سپینې ماڼۍ د زیارت په ورځ ویلي وو چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ترکي د پارلیمان د رایی ورکولو وروسته په سیمه ییزو مسالو د خبرو لپاره اردوان ته ټیلي فون وکړو او هغه ته یی وویل چې"بهرنۍ لاسوهنه وضعیت پیچلوي".

د جنرل هفتر پوځ چې ځان د لیبیا ملي پوځ گرځوي د انقرې او طرابلس ترمینځ شوي تړونونه غندلي دي.

عرب لیگ هیوادونو د وضعیت ارزولو لپاره د نهې په ورځ په قاهره کې بېړنۍ ناسته غوښتلې ده.

د هفتر پوځ د ترکیې سیمه ایز سیالان ، مصر ، سعودي عرب ، متحده عرب امارات ، همدارنگه فرانس او روسیه ملاتړ کوي ، پداسې حال کې چې د سراج حکومت د لویدیځ ځینې برخې کنټرولوي او له ترکیې ، قطر او اټلي نه مرستې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG