لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي په اوبو کې بیا هم کم از کم ۲۴ افغان مهاجر مړه شوي دي


په ترکي کې د یوې ډوبې شوې کښتۍ مړي له اوبو راایستل شوي او تر اوسه چې د ۲۴ کسانو پيژندګلوي شوې، نو معلومه شوې چې ټول دغه ۲۴ کسان افغانان و.

دا جهاز قریب یوه میاشت مخکې د ترکي په وان سیند کې غرق شوی و او له ډېر لټون وروسته یې د ۵۸ سورلیو مړي پیدا شوي او له اوبو راایستل شوي دي.

په انکارا کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي چې مړي ډېر وخت د اوبو لاندې پاته و او اوبو خراب کړي دي، نو ځکه د پېژندګلو کار یې آسانه ندی. خو سره له دې هم، د ۵۸ مړو له جملې نه چې د ۲۴ پېژندګلو شوې ده، نو ټوله یې افغان مهاجر ګڼل شوي دي. په جهاز کې ښایي اتیا کسان سپاره و، او د نورو مړیو د موندنې دپاره کار روان دی.

ویل کیږي چې د ترکي حکومت یو شمېر مړي چې حالت یې ډېر خراب و، په موقته توګه ښخ کړي دي. دا هم ویل کیږي چې په مړیو کې یو شمېر یې ماشومان دي.

د افغانستان د خارجه وزارت وایي چې کوشش کوي د مړو شویو افغان مهاجرو مړي کابل ته انتقال کړي.

ترکي کې ګڼ شمېر افغان کډوال اوسیږي او یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو شهریان د ترکي له لارې، په غېرقانوني ډول یورپ ته مهاجرت کوي. خو دا لاره ډېره خطرناکه ګڼل کیږي او وخت ناوخت د مهاجرو د غرقېدو خبرونه مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG