لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي په پنځه هیوادونو د "شر اتحاد" جوړولو تور لګولی


ترکي د نهې- سه شنبې په ورځ په یونان ، قبرص ، مصر ، فرانس او متحده عرب اماراتو تور لګولې چې د شر اتحاد د جوړولو هڅې کوي. د اېسوسیټیډ پرېس د خبر ترمخه انقرې دغه تورونه وروسته له هغې لګولي چې دغه هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په ختیځ بحیرہ روم او لیبیا کې د انقرې تګلاری غندلي دي.

د ترکي د بهرنيو چارو وزارت وياندې، همي اکسوی په سختو ټکو کې ورکړل شوي یوه اعلاميه کې ویلي چې دغه پنځه هيوادونه په ختيځ بحیرہ روم کې سيمه ييز ګډوډي او بې ثباتۍ په لار راون دي، او د غیر ذمه واره ڈکٹیٹرانو د يرغل لپاره د ليبيا د خلکو د ډیموکراسۍ لپاره امیدونه قربانوي.

د پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پیر په ورځ د ټیلي کانفرانس د لارې د لیبیا او په ختیځ بحیرہ روم کې د وضعیت په اړه ، چیرته چې ترکي په یو داسی سمندري ساحه کې د ہائیڈرو کاربن د ممکنه زیرمو لټون کوي چیرته چې قبرص ځانګړي اقتصادي حقونه لري خبرې اترې کړي.

تیرکال ترکي په طرابلس -ټریپولي کې په نړیواله توګه پیژندل شوي حکومت سره سمندري پولې د تقسیم یولانجمن او همدا شان د پوځي همکارۍ تړون لاسلیک کړو.

ترکی وايي چې دغه تړون وړته په ختیځ بحیره روم لویه برخه کې اقتصادي حقونه ورکوي او د انقرې د مرضې بغیر د انرجۍ- توانایی پورې تړلي منصوبو د پرمختګ مخه نیسي. یونان او قبرص د دې معاملې پرضد احتجاج کوي او دا د نړیوال قانون او په سیمه کې د خپلو حقونو سرغړونه ګرځوي.

ترکي په نسلي توګه تقسیم شوی قبرص د یو ریاست په توګه نه پیژني. او د قبرص غټه برخه خپل ځانګړي اقتصادي زون په توګه ادعا کوي.

قبرص په 1974 کال کې تقسیم شو کله چې ترکي د یونان سره د اتحاد د ملاتړ کونکو د کودتا وروسته برید وکړو. ترکي یواځې بیل شوی ترکي قبرص د هیواد په توګه پیژني .

دغه پنځو هیوادنو د لیبیا د ملګرو ملتونو د ملاتړ شوي حکومت سره لاسلیک شوي تړونونه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو لخوا په لیبیا د وسلو د بندیز خلاف ګرځولي.

دغه پنځو ملکونو وزیرانو په لیبیا کې د ترکي پوځي مداخله په کلکه غندلی او له ترکي یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز دېپه مکمل ډولدرناوی وکړي، او د شام نه د لیبیا ته د بهرنیو جنګیالیو راتګ ودروي. او زیاتوي چې دغه پرمختګونه په افریقا او یورپ کې د لیبیا ګاونډیو ثبات ته یو خطر دی.

د دې په ځواب کې د ترکي د بهرنیو چارو وزارت په یونان او قبرص تور لګولی چې د ترکي سره خبرو اترو نه ډډه کوي، او مصر د خپلو خلکو د حقونو او ګټو د نه ساتلو لپاره یې غلط وګرځولو. ترکي عرب اماراتو باندې تور ولګاوه چې د نورو سره د ترکي پر ضد دښمني لري، او فرانس یې تورن کړو چې غواړي د اتحاد د سرپرست په توګه کار وکړي.

د ترکي د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل ، موږ پدې هیوادونو غږ کوو چې د عقل ، د نړیوالو قوانینو او طریقه کار سره سم عمل دې وکړي. په سیمه کې سوله او ثبات د ریښتیني خبرو اترو د لاری رامنځته کیدی شي نه د شر د اتحاد د لارې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG